کابل (پژواک، ٢٣ ليندۍ ٩٦): تېر کال نړۍ کې د ماين او ناچاودو توکو له امله ٨٦٠٥ کسانو ژوند له لاسه ورکړى او افغانستان له يمن وروسته د ١٩٤٣ قربانيانو په درلودو سره په داسې حال کې دويم مقام خپل کړى چې په دغه برخه کې د مرستو له کمښت سره مخ دى.
د ځمکې له ماينونو د څارنې دغه نړيوال راپور نن په جينوا کې د ماينونو پر وړاندې د نړيوال کمپاين بنسټ له لوري خپور شوى دى.
افغانستان کې په ٢٠١٥ زېږديز کال کې د ناچاودو توکو او ماينونو د چاودنې له امله ١٣١٠ کسان ټپيان او وژل شوي و.
د ماين پاکولو موسسو استازو نن افغانستان کې د ناچادو توکو او ماينونو د چاودنو له امله د مرګ ژوبلې پر ډېرېدو د اندېښنې ښکاره کولو ترڅنګ وويل، دا په داسې حال کې ده، چې له اړونده موسسو سره د نړيوالې ټولنې مرستې اتيا سلنه راکمې شوې دي.
له ماين څخه د اغېزمن شوو افغانانو موسسې (السو) مشر اسلام الدين محمدي د اړونده موسسو له يو شمېر نورو مسوولينو سره د خبري ناستې پر مهال وويل، چې دغه راپورونه د نړۍ په ١٠٠ هېوادونو کې د ماين او ناچاودو توکو په اړه خپاره شوي دي.
نوموړي دغه راز د ياد راپور پر بنسټ وويل، چې په نړۍ کې د ماين چاودنو ٨٠ سلنه غړي وژل شوي او د پاتې ٢٠ سلنه نورو يې د خپل بدن کوم غړى له لاسه ورکړى دى.
د هغه په وينا، دا چې افغانستان تېر کال له دې اړخه دويم مقام ترلاسه کړى، خو په تېرو پنځو کلونو کې د نورو هېوادونو په پرتله د ماين چاودنو له امله ورته تر ټولو ډېر زيان اوښتى دى.
د هغه په وينا، په ننني خپاره شوي راپور کې راغلي، چې تېر کال په نړۍ کې د ناچاودو توکو او ماينونو ٧٨ سلنه قربانيان ملکي کسان دي، چې له دې جملې يې ٤٢ سلنه ماشومان تشکيلوي.
هغه دغه راز وويل، افغانستان کې د ماين پاکولو موسسو داسې يو پلان ترتيب کړى، چې د نړيوالې ټولنې د مرستې په صورت کې به افغانستان تر ٢٠٢٣ زېږديز کال پورې له ماينونو پاک هېواد وي.
محمدي وايي،اوسمهال د افغانسستان شاوخوا ٦٠٠ زره کيلومتره ځمکه له ماينونو ډکه ده او اړتيا ده چې دغه اندازه ځمکه د نړيوالې ټولنې په مرسته له ماينونو پاکه شي.
د يادې موسسې مشر وايي، که څه هم په هېواد کې د ماين او ناچاودو توکو د چاودنې له امله د مرګ ژوبلې کچه ډېره شوې، پر دې سربېره له دې اړخه د معلوليت لرونکو کسانو اړتياوو ته پاملرنه نه ده شوې.
د ام ډي سي (MDC) د ماين پاکولو موسسې د پروژو مسوول عبدالوحيد لېوال له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې د ماين پاکولو موسسو د پنځه کلنې طرحې د عملي کولو لپاره له دغو موسسو سره مرسته وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن