ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سولې عالي شورا خپله نوې ستراتيژي له خلکو سره شريکه کړه

د سولې عالي شورا خپله نوې ستراتيژي له خلکو سره شريکه کړه

author avatar
14 Dec 2017 - 15:35
د سولې عالي شورا خپله نوې ستراتيژي له خلکو سره شريکه کړه
author avatar
14 Dec 2017 - 15:35

 

فيض آباد (پژواک، ٢٣ ليندۍ ٩٦): د افغانستان د سولې عالي شورا پلاوى چې د خپلې نوې کړنلارې د شريکولو په موخه بدخشان او تخار ولايتونو ته تللى، وايي چې د دولت وسله وال مخالفين بايد له شته فرصت نه استفاده وکړي او د سولې له بهير سره يو ځاى شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا مرستيال عطا الرحمن سليم چې د شورا  د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تخار او بدخشان ولايتونو ته تللى، نن يې په بدخشان کې يوې خبري ناستې ته وويل چې پلاوي يې په دې دوو ولايتونو کې د خلکو له بېلابېلو اقشارو سره ليدلي او خلکو هم د شورا له نوې ستراتيژۍ هرکلى کړى دى.

د سولې عالي شورا مرستيال وويل: ((هيله لرو چې د سولې عالي شورا نوې ستراتيژي به د خلکو په همکارۍ سره وکولى شي چې افغان سوله کې ښې پايلې ولري.))

نوموړي زياته کړه چې د دولت د وسله والو مخالفينو پر مخ د سولې د خبرو اترو دروازه پرانېستې او بايد دوى له دې فرصت نه استفاده وکړي او د افغانستان د ګټو د خوندي کولو لپاره له سولې پروسې سره يو ځاى شي.

سليم وويل چې د بهرنيو ځواکونو پر وتلو د طالبانو ټينګار يوه پلمه ده؛ ځکه چې په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو شتون ته د پاتې کېدو دليل خپله طالبان دي، کله چې دوى د سولې له پروسې سره يو ځاى شي، نور په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو شتون ته اړتيا هم نه ليدل کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.