ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند او اروزګان کې ۳۵ وسله وال وژل شوي

هلمند او اروزګان کې ۳۵ وسله وال وژل شوي

author avatar
14 Dec 2017 - 15:47
هلمند او اروزګان کې ۳۵ وسله وال وژل شوي
author avatar
14 Dec 2017 - 15:47

لښکرګاه- ترينکوټ (پژواک، ٢٣ ليندۍ ٩٦): امنيتي چارواکي وايي چې په هلمند او اروزګان ولايتونو کې ٣٥ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو د مطبوعاتي دفتر مرستيال جګړن عبدالقدير بهادرزي د ليندۍ په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه امنيتي ځواکونو د ناوې، مارجې، ګرمسېر او ګرشک ولسواليو په ځینو سيمو کې هوايي او ځمکني بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې شل وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر وسلې او مهمات يې له منځه تللي دي.

د هغه په وينا چې په دغو عملياتو کې عامو خلکو او امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په اروزګان کې هم طالبان وژل شوي دي.

د ٢٠٥ اتل قول اردو له مطبوعاتي دفتره پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې هوايي ځواکونو په ترينکوټ کې د طالبانو دوه مرکزونه په نښه کړي دي.

د خبرپاڼې په حواله په دغو بريدونو کې ١٥ طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په يوه بله پېښه کې کومانډو ځواکونو د اروزګان- کندهار د لويې لاې په اوږدو کې د سرخ بيد په سيمه کې لس طالبان ژوندي نيولي او شپږ ماينونه یې هم کشف او شنډ کړي دي.

د يادو څرګندونو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.