ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غور کې يو شمېر ښوونکو لاريون وکړ

په غور کې يو شمېر ښوونکو لاريون وکړ

author avatar
14 Dec 2017 - 16:05
په غور کې يو شمېر ښوونکو لاريون وکړ
author avatar
14 Dec 2017 - 16:05

فيروزکوه (پژواک، ٢٣ ليندۍ ٩٦): د غور ولايت يو شمېر ښوونکو د معاشونو د نه ورکولو په غبرګون کې لاريون وکړ او وايي چې له تېرو اتو مياشتو راهيسې يې خپل حقوق نه دي ترلاسه کړي.

معترضين چې د غور ولايت مقام مخې ته راټول شوي وو، ادعا يې کوله چې د غور د ملي امنيت رياست د څه باندې ١٤٠ ښوونځيو د فعاليت نه لرلو په اړه راپور ورکړى او ښوونکي يې د وسله والو مخالفينو په همکارۍ تورن کړي دي، په همدې سبب يې له اتو مياشتو راهيسې خپل حقوق نه دي اخيستي.

یاد ښوونکي چې له ځینو ولسواليو څخه راغلي وو، ټينګار يې درلود که چېرې دوى د دولت د وسله والو مخالفينو له ډلو سره اړيکه لري، د حکومت له لوري دې ونيول شي، که نه د دوى حقوق دې ورکړي.

د غور د پوهنې مشر خليل احمد مبارز وايي چې دوى د ښوونکو ټول حقوق منظور کړي، خو د غور ملي امنيت رياست د سپارښتنې پر اساس د دغه ولايت د مستوفيت ادارې تر اوسه پورې د ١٤٠ ښوونځيو د ښوونکو حقوق نه دي ورکړي.

نوموړى له وسله والو مخالفينو سره د دغه ولايت د ښوونکو همکاري او په ولايت کې د غير فعالو ښوونځيو خبره ردوي.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د غور ملي امنيت رياست نظر هم واخلي، خو بريالى نه شو.

د غور والي غلام ناصر خاضع وايي چې د دغه ولايت د ښوونکو د امتيازاتو په وېش کې کومه ستونزه نشته، دا چاره د تخصيص د کمښت په سبب ځنډېدلې ده.

هغه وويل چې دوى دغه ستونزه د مستوفيت له ادارې سره شريکه کړې او ډېر ژر به د ښوونکو حقوق ور ووېشي.

دغه ښوونکي په داسې حال کې اعتراض کوي چې شاوخوا دوې مياشتې وړاندې د غور ملي امنيت رياست د دغه ولايت د پوهنې مشر خليل احمد مبارز د غير فعالو ښوونځيو د ښوونکو د تنخواوو د ورکړې په تور ونيوه او د يوې اوونۍ لپاره بندي و.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.