جلال اباد (پژواک، ۲۴ ليندۍ۹۶):د ننګرهار چارواكي وايي،په افغانستان کې د جاپان سفير ورسره ژمنه کړې چې د کلیو پراختیا، کرنې او انرژۍ ادارو په چوکاټ کې ورته ځانګړې پروژې وركوي.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر څخه پژواک ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د جاپان هېواد سفیر میتسوجي سوزوکا، د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سره د خپل کار په دفتر کې د لیندۍ په ۲۴مه ناسته وکړه.
خبرپاڼه زياتوي چې د دې ناستې پر مهال دواړو چارواکو د ننګرهار پر سیاسي، ټولنیز، اقتصادي، روغتیا، پوهنیز او نورو برخو په اړه خبرې اترې وکړې .
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په دې ولایت کې د جاپان هېواد په مرسته د ۴۲ بېلابېلو پروژو د پلي کېدو، ۱۴ ښوونځیو، دوه سړکونو او درې کلينیکونو د جوړولو له امله مننه وکړه.
هغه زیاته کړه، له کډوالۍ را ستنې شوې کورنۍ اتیا سلنه په ننګرهار کې مېشتې شوې دي او له همدې امله په ټولو سکتوري ادارو ځانګړي فشارونه رامنځته شوي چې د جاپان له هېواد څخه یې په دې او نورو برخو کې د مرستې غوښتنه وکړه.
په افغانستان کې د جاپان سفیر خوښي وښوده،چې په مستقیم ډول له دوی څخه د ولایت په کچه د مرستو غوښتنه کیږي او ژمنه یې وکړه چې د کلیو پراختیا او بیارغونې، کرنې او مالدارۍ او اوبو او انرژۍ وزارتونو په چوکاټ کې به په لومړیتوب کې ننګرهار ته پروژې ورکړي.
Visits: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن