کابل(پژواک، ٢٤ليندۍ ٩٦): ملي دفاع وزارت وايي چې امنیتي ځواکونو د عملیاتو پرمهال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۱۲ وسله وال وژلي او ۶ نور يې ټپیان کړي دي.
د ملي دفاع وزارت له لوري پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه عمليات په تېرو ٢٤ساعتونو کې په ننګرهار، پکتیکا، کندهار، فراه،فاریاب، بغلان ، جوزجان او هلمند ولایتونو کې تر سره شوي دي.
سرچينه وايي چې د کندهار په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې ۹ طالبان وژل شوي او یو شمېر وسلې او مهمات يې نيول شوي ، دفراه په پشت رود ولسوالۍ کې ۲ وسله وال وژل شوي او د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې یو تن ترهګر وژل شوی ، ۶ تنه ټپیان ، د مهماتو یوه زېرمه او یو شمېر وسلې او مهمات يې له منځه وړل شوي دي .
ملي دفاع وزارت زياتوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶چاڼیز او ۱۶خاص کومانډویي عملیات د هېواد په پنځو ولایتونو کې تر سره شوي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن