ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار او کونړ کې د دولت اووه وسله وال مخالفین وژل شوي

ننګرهار او کونړ کې د دولت اووه وسله وال مخالفین وژل شوي

author avatar
16 Dec 2017 - 15:54
ننګرهار او کونړ کې د دولت اووه وسله وال مخالفین وژل شوي
author avatar
16 Dec 2017 - 15:54

جلال اباد- اسعداباد (پژواک، ٢٥ ليندۍ ٩٦): په ننګرهار او کونړ ولايتونو کې د دوو تاجکستاني داعشیانو په ګډون د دولت اووه وسله وال مخالفین وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د ننګرهار ولايت د مقام له مطبوعاتي دفتره د ليندۍ په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د امريکايي ځواکونو بې پيلوټه الوتکې نن د هسکې مېنې ولسوالۍ په لنګرۍ کنډو سيمه کې پر داعش وسله والو بريد کړى دى.

سرچينه وايي چې په دغه بريد کې دوه تاجکستاني داعش وسله وال وژل شوي دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د کونړ ولایت په غازي اباد ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه شوې ده.

په کونړ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو د دويمې لوا قوماندان بريد جنرال ميرويس ساپي نن پژواک ته وويل چې تېره شپه د غازي اباد ولسوالۍ په جلاله سيمه کې وسله والو طالبانو د ملي اردو پر قرارګاه بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي، دوه ټپيان دي او درې نور ژوندي نيول شوي دي.

ده وويل چې په دې جګړه کې د ملي اردو ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو د طالبانو جسدونه په سيمه کې پراته دي.

بل لور ته داعش او طالب وسله والو تر اوسه د يادو پېښو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.