د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

له هراته لا هم د مر مر ناپروسس شوې ډبرې قاچاق کېږي

له هراته لا هم د مر مر ناپروسس شوې ډبرې قاچاق کېږي

Dec 16, 2017 - 16:13

هرات (پژواک، ٢٥ ليندۍ ٩٦): د پژواک خبري اژانس موندنې ښيي چې د هرات د مر مر ناپروسس شوو ډبرو د صادراتو د مخنيوي په موخه د ولسمشر پر کلک ګواښ سربېره بيا هم دغه کاڼې چې د افغانستان د "سپینه طلا" په نوم ياديږي؛ له هېواده بهر قاچاق کېږي.

ولسمشر محمد اشرف غني دوه کاله مخکې هرات ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د هرات د ناپروسس شوو مرمر تېږو د مخنيوي په موخه د چټکو ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې وه.

ولسمشر په يوه ناسته کې د هرات له يو شمېر سوداګرو سره په ناسته کې ويلي وو: "زه له يوه داسې امنيتي راپوره خبر شوم چې د هرات مرمر تيږې پر ايران پلورل کېږي، تاسو ته ګواښ کوم چې که چېرې سبا خبر شوم چې دغه تیږي پر ايران وپلورل کېږي او سرغړوونکى شرکت مې درته ونه تاړه؛ زه به بيا د سړي زوى نه يم."

خو اوسمهال د ولسمشر پر ګواښ سربېره يو شمېر سيمه ييز چارواکي، مدني فعالان او د هرات د صنايعو ټولنه د مرمر تیږو له قاچاق څخه د اندېښنې څرګندولو تر څنګ وايي چې ډېرى دغه تیږې په خام او نيمه پروسس ډول ايران هېواد ته قاچاق کېږي.

د هرات ولايت د ګمرک رييس محمد انور رحماني له پژواک خبري اژانس سره د مرکې پر مهال د مرمر تیږو د قاچاق د تاييد تر څنګ وويل چې د هرات د مرمر تیږې تر ډېره له هغو لارو قاچاق کېږي چې طالبان په کې حاکميت لري او يا هم له هغو لارو قاچاق کېږي چې د حکومت حاکميت په کې ضعيف دى.

هغه زياته کړه: "که چېرې له دغه ولايت څخه د خامو او نيمه پروسس شوو مرمر تیږو د قاچاق مخنيوى وشي، د هرات ګمرک پر عوايد ١٥ سلنه زياتېږي.

هغه زياته کړه: "موږ هر کال ايران او نورو بهرنيو هېوادونو ته د مرمر تیږو د قاچاق له اړخه ٥٠ ميليونه افغانۍ زيان وينو."

د نوموي د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال د هرات د ګمرک کلني عوايد، د دغه ولايت د اسلام کلا پولې له لارې ٢٠ ميليونه افغانيو ته رسېږي.

په ملي شورا کې د هرات ولايت يو شمېر استازي هم ادعا کوي چې يو شمېر حکومتي چارواکي او د ملي شورا وکيلان د مرمر تیږو له قاچاق وړونکو څخه ملاتړ کوي.

د ولسي جرګې غړې مسعوده کرخي پژواک ته وويل: "د هرات ولايت خامې مرمر تیږې، د مافيايي بانډونو له لوري له هېواده بهر لېږدول کېږي چې په پارلمان او حکومت کې هم نفوذ لري."

خو د ولسي جرګې يادې غړې د کوم ځانګړي کس نوم وانه خیست.

د يو شمېر فابريکو فعاليت بندول

د هرات د صنعتکارانو ټولنې مسوولین ادعا کوي چې د خامو مرمر تیږو د قاچاق له امله د دغه ولايت د مرمر تیږو فابريکې له ځوړند حالت سره مخ شوې دي.

د يادې ټولنې مشر حميدالله خادم پژواک ته وويل، پخوا د هرات ولايت په صنعتي ښارګوټي کې د مرمر تیږو د پروسس ٤٥ فابريکې موجودې وې، خو اوسمهال د مرمر تیږو د نه شتون له امله د يادو فابريکو له جملې يې د ډېرو چارې درېدلې دي.

هغه زياته کړه: "لومړۍ درجه مرمر تیږې تر پروسس وړاندې د مافيا له لوري لومړى ايران او نورو هېوادونو ته قاچاق کېږي او بيا ٤٥ سلنه دويمه او درېيمه درجه مرمر تیږې د هرات فابريکه لرونکو ته ورکول کېږي."

په هرات کې د مرمر تیږو د پروسس يو شمېر فابريکه لرونکي د دوى په فابريکو کې د دغو ډبرو له نه شتونه شکايت کوي او وايي چې د روان کال له پيله راهيسې د هرات کان لرونکو يوازې درې مياشتې کار کړى دى.

د هرات د کانونو او صنايعو خونې مرستيال او په دغه ولايت کې د مرمر تیږو د پروسس د يوې فابريکې مالک توريالي غوثي وويل چې د مرمر تیږو د نه شتون له امله له ٥٥ ميليونه افغانيو زيات زيان ورته اوښتى دى.

هغه زياته کړه: "پخوا به مرمر ډبرې دولت راسپړلې او بيا به يې د فابريکه لرونکو کسانو په واک کې ورکولې، خو اوسمهال ازاد بازار او دغه دغه کاڼي فابريکه لرونکو ته نه ورکول کېږي او دولت هيڅ څارنه پرې نه کوي، پخوا د مرمر کاڼو د پروسس ٤٥ فابريکې موجودې وې، خو اوسمهال دا شمېر ٢٠ تر ٢٥ فابريکو رارسېدلى دى."

غوثي دغه راز د خپلو خبرو په دوام کې وويل، اوسمهال څلور ډوله مرمر ډبرې راسپړل کېږي، د دغه ولايت له کانونو ممتاز مرمر، لومړۍ درجه، دويمه درجه او درېيمه درجه مرمر را ايستل کېږي چې دويمه او درېيمه درجه کاڼي د فابريکه لرونکو په واک کې ورکول کېږي.

نوموړي زياته کړه: "موږ ٥٢ کارکوونکي درلودل چې اوسمهال دغه شمېر ١٥ کارکوونکو ته راټيټ شوى، که چېرې ٢٤ ساعته کار وکړو نو ٤٠٠ متره مربع توليد لرو، که چېرې ٤٨ ساعته کار وکړو نو دا اندازه ١٥٠٠ متر مربع ته رسېږي."

هغه زياته کړه چې اوسمهال په هرات ښار کې هر متر ممتاز مرمر تیږي په ٨٠٠ تر ٩٠٠ افغانيو، لومړۍ درجه مرمر له ٥٠٠ تر ٦٠٠ افغانۍ، دويمه درجه په ٣٠٠ افغانۍ او درېيمه درجه ٢٠٠ افغانۍ پلورل کېږي.

هغه وويل: "يو ټن ممتاز نا منظم مرمر تیږه ٨٠٠٠، يو ټن لومړۍ درجه مرمر ٥٦٥٠ افغانۍ او دويمه درجه ٣٥٠٠ افغانۍ ترلاسه کوو چې دويمه درجه مرمر کاڼي لاشه کېږي او د مرمر ډبرو يو ټن لاشه په ٣٠٠ افغانۍ پلوري."

نوموړي د يادو ستونزو د هواري په موخه د چشت شريف په سيمه کې د هريرود پر سيند پر پله جوړولو د ټينګار تر څنګ له حکومته وغوښتل، چې د فابريکه لرونکو او کان لرونکو له فعاليتونو څارنه وکړي، څو راسپړل شوې مرمر دبرې په عادلانه ډول فابريکه لرونکو ته ووېشل شي.

نوموړي که څه هم وويل چې په هرات ولايت کې فابريکه لرونکي لوړ ظرفيت او پرمختللي وسايل لري چې مرمر ډبرې په سټنډرډ ډول پروسس کولى شي، خو په دغه ولايت کې د مرمر ډبرو د يوه کيندونکي شرکت مالک عبدالسميع توخي وويل، چې پروسس کوونکې فابريکې د مرمر ډبرو د پروسس وړتيا نه لري او دوى د دغو ډبرو يوه برخه يې په نيمه پروسس ډول نورو هېوادونو ته د صادرولو لپاره چمتو کوي.

په ورته وخت کې د کان لرونکو ټولنه د مرمر ډبرو قاچاق ردوي، خو وايي چې کورنۍ فابريکې پر نړيوالو معيارونو سره د خامو مرمر ډبرو د پروسس توان نه لري.

د يادې ټولنې مشر په هرات کې د افغانستان مرمر ډبرو کان مالک عطاءالله پوپل پژواک ته وويل چې د کال له پيل نه تر اوسه پورې د هرات کانونو يوازې دوې مياشتې فعاليت کړى دى.

هغه زياته کړه: ((څلور مياشتې د سلما بند د اوبو راپورته کېدو موضوع وه، درې مياشتې خلکو د هرات د چشت سړک د پخېدو په خاطر لاره بنده کړې وه او په ټوله کې موږ په روان کال کې ډېر کم کار وکړ.))

نوموړي زياته کړه: ((سږ کال مې له زرو ټنو کم استخراج درلود، خو دولت ته مو له ١٣زرو ټنو د مالياتو پيسې ورکړې، د مرمر ډبرو د هر ټن ماليات ٨٣٠ افغانۍ کېږي، له بده مرغه چې هره مياشت مو له ٣٠ زرو ډالرو ډېر زيان ليدلى، له بلې خوا دا دی پنځه مياشتې کېږي چې د خپلو کارکوونکو د تنخوا له درکه پوروړي يو.))

نوموړي د برېښنا کموالی، فابريکه لرونکو ته د پور نه ورکول، د چشف شريف د سړکونو خرابوالى او پر هريردود د پله نشتوالى هغه موارد بولي چې فابريکه لرونکو ته يې ډېر زيانونه اړولي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په تېرو کلونو کې په هرات کې د مرمر ډبرو ١٧ کانونه فعال وو، خو اوس دغه شمېر ١١ کانونو ته را ټيټ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د هرات ولايت د کانونو او پټروليم پخوانى مشر عبدالجميل الياسي څه موده وړاندې ويلي وو چې په چشت شریف او اوبه ولسواليو کې د مرمر ډبرو ٣٣ کانونه شته دي.

د هرات ولايت د دغه پخواني چارواکي په خبره، په دې دوو ولسواليو کې له ١١ کانونو استخراج کوي، د هرات د مرمر ډبرو هر کان په کلني ډول له ١٨ تر ٢٥زره ټنه پورې ظرفيت لري.

هغه د اندېښنې په څرګندولو سره وويل، دا چې د هرات د مرمر ډبرو د پروسس فابريکو کې د پروسس ظرفيت پر نړيوال سټنډرد نه دى برابر؛ ځکه خو د هرات د مرمرو ډبرې په خام ډول له هېواده بهر قاچاق کېږي.

د هرات د کانونو رييس ضياءالحق پوپل د نا پروسس شوو مرمر ډبرو د چاقاق خبره رد کړه او ویې ويل چې مرمر ډبرې په نيمه پروسس ډول بهرنيو هېوادونو ته صادرېږي.

د هرات مرمر ډبرې

د هرات د مرمر ډبرو کانونه د هرات د ختيځ ١٢٥کيلومترۍ کې موقعيت لري، دا کانونه د اوبې ولسوالۍ نه پيل شوي او تر چشت شريف پورې دوام لري. په ١٣٥٥ کال کې څلور ډوله مرمر ډبرې (سپين، نباتي، ابره او ګرانيټ) تشخيص شوې چې له نيم کيلومتر اوږدوالي، سل کيلومتره پلنوالي او ٩.٥ميليون متر مکعب ظرفيت سره يې اوچت کيفيت درلود، خو په دې سيمه کې وروستۍ شوې څېړنې څرګندوي چې د دغو کانونو اوږدوالى شل کيلومتره اټکل شوى دى.

د رُخامو، تراورتن او چقمق کانونه چې په چشت، زنده جان او غوريان ولسواليو کې موقعيت لري، د هرات له پرانيستو او استخراج وړ کانونونه څخه دي چې د هېواد په کچه د عالي کيفيت لرونکو سپينو مرمرو له سترو کانونو ګڼل کېږي.

اوس مهال ګڼو خصوصي شرکتونو له کانونو او پټروليم وزارت سره د چشت کان څخه د مرمر ډبرو د استخراج قراردادونه لاسليک کړي دي.

له دغو کانونو څخه هره ورځ څه باندې ١٠٠٠ ټنه مواد استخراجېږي چې په نيمه پروسس ډول بهرنيو هېوادونو ته صادرېږي.

په هرات کې د مرمر ډبرو يوه پلورنکي عبدالقدير پژواک اژانس ته وويل: ((موږ ودانيزې ډبرې پلورو، يوازې مرمر ډبرې د هرات ولايت دي چې پلورو يې، نور ټولې ډبرې له ايران او چين نه واردوو.))

نوموړي زياته کړه چې د وطني ډبرو کيفيت د ايران او چين د ډبرو په پرتله اوچت دى، خو له بده مرغه چې د امنيت د نشتوالي په سبب د هېواد د کانونو تخنيکي استخراج امکان نه لري او له ايران نه واردې شوې ډبرې ارزانه تمامېږي.

په هرات کې د مرمر ډبرو يوه بل پلورونکي داوود احمدي پژواک ته وويل: ((په هرات کې د مرمر ډبرو پېرونکي زيات دي، خو ايراني او چينايي ډبرې ارزانه پرېوځي، له بلې خوا د هرات خلک تر ډېره لومړۍ او دويمه درجه مرمر ډبرې کاروي، لومړۍ درجه ډبرې تر ډېره په کابل او مزار شريف کې پلورل کېږي.))

د مرمر ډبرو د قاچاق مخنيوي په برخه کې د سرحدي پوليسو اقدام

د سرحدي پوليسو چارواکي وايي چې د مرمر ډبرو د قاچاق مخنيوى لپاره يې شديد امنيتي تدابير نيولي دي.

د پنځمې سرحدي لوا قوماندان ګلبدين الکوزي پژواک ته وويل چې د روان کال په ترڅ کې يې هرات کې د لسګونه ټنو مرمر ډبرو د قاچاق مخنيوى کړى دى.

هغه وويل: ((پنځه هغه موټر مو نيولي چې مرمر ډبرې په کې ايران ته قاچاق کېدې، د دې موضوع په تړاو درې تنه نيول شوي دي.))

له بلې خوا د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد هم پژواک ته وويل چې د هرات ولايت د مرمر ډبرو د قاچاق په اړه يې راپورونه ترلاسه کړي او د قاچاق د مخينوي لپاره اقدامات هم شوي دي.

هغه وويل: ((د مرمر ډبرو قاچاق وړونکي موعدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي، د چشت ولسوالۍ د کانونو د امنيتي تدابيرو لپارهم زيات ځواکونه استول شوي دي.))

خو د هرات څارنوالۍ اداره په روان کال کې د قاچاق وړونکو د نيولو موضوع پخلى نه کوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement