جلال اباد (پژواک، ۲۵ ليندۍ ۹۶): د ننګرهار چارواکي وايي چې د خوږياڼو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې نهه وسله وال مخالفين وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د ليندۍ په ۲۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د خوږیاڼو ولسوالۍ په ټټنګ سیمه کې ځانګړو هوايي ځواکونو عمليات کړي دي.
هغه زياته کړه چې د دغو عملياتو په ترڅ کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او د دوی یو مهم قوماندان ژوندی نیول شوى دی.
د نوموړي د معلوماتو له مخې چې د دغو عملیاتو پر مهال ځانګړې قطعې اووه نور مشکوک کسان هم نیولي دي.
د يو بل خبر له مخې، په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ګډو افغان ځواکونو د عملياتو پر مهال پنځه داعش وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
هغه زياته کړه چې د دوو وژل شوو داعش وسله والو جسدونه اوس هم په سیمه کې پراته دي.
د خوږياڼي د معلوماتو له مخې، د ترسره شوو عملیاتو پر مهال څلور د وسایطو ضد ماینونه هم کشف او له منځه وړل شوي دي.
داعش او طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، شاوخوا شپږ ورځې وړاندې په خوږياڼو ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسله والو پر وړاندې عمليات پيل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن