ښرنه (پژواک ٢٥ ليندۍ ٩٦): د پکتيکا مسوولين وايي، په دې ولايت کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د پېښې کچه تر پخوا کمه شوې ده.
د پکتیکا ولایت د ښځو چارو رئیسې بي بي حوا خوشیوال د ښځو د تاوتريخوالي د مخنيوي په موخه جوړه شوې غونډه کې وويل، تېر کال په دې ولايت کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي ١٥٠ پېښې شوې وې، خو سږکال دغه شمېر ٥٠ ته راټيټ شوى دى.
هغې زياته کړه، عامه پوهاوى، په بدو کې د ښځو نه ورکول، د اجباري ودونو پاى ته رسول او د ټيټ ولور عامېدل هغه څه دي چې د تاوتريخوالي د راټيټېدو لامل شوي دي.
د نوموړې په وينا، په پکتيکا کې د تېر يوه کال په اوږدو کې ٤٢ قضيې له عدلي او قضايي ارګانونو پرته د ولسونو په مرسته حل شوې دي.
د پکتيکا مرستيال والي عطاءالله فضلي وويل، په دې ولايت کې د ښځو حقونو ته د پخوا په پرتله پاملرنه ډېره شوې او په هره برخه کې ورته ورځ تر بلې د اسانتياوو زمينه برابرېږي.
نوموړي په ديني علماوو غږ وکړ چې په ټولنه کې د ښځو د تاوتريخوالي په موخه عامه پوهاوى زيات کړي، څو ښځې له خپلو حقه حقونو څخه برخمنې شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن