لښکرګا(پژواک،۲۶لیندۍ۹۶): د هلمند روغتيايي چارواکي وايي چې د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې هم د ګوزڼ واکسين په ښه توګه تطبيقيږي او کومه ستونزه په کې نشته دى.
په هلمند کې د ګوزڼ ناروغۍ د مخنيوي واکسين، کمپاين نن د ليندۍ په ٢٦مه پيل شو.
د اړوندې موضوع په اړه جوړو شويو مراسمو ته د هلمند د عامې روغتيا رياست د کتلوي معافيت مسوول ډاکټر عبدالاحد حازم وويل چې د پوليو واکسين په دې دوره کې به ٧٨٦ زره ماشومان واکسين وشي.
هغه وویل: (( دغه پروګرام د هلمند په ټولو ولسوالیو کې له ستونزو پرته د ۵۵۰۰ تنه رضاکارانو او مسوولینو له خوا پلى کیږي، چې له دې سره به تر ډېره په دغه ولایت کې د مثبتو پېښو نښې نښانې ورکې شي.))
ده زياته کړه چې د دغه ولايت په ټولو برخو کې دوى د ګوزڼ واکسين د تطبيق په برخه کې هېڅ ډول ستونزې نه لري.
هغه وويل: (( د دې واکسين د تطبيق لپاره د دولت او طالبانو تر واک لاندې سيمو کې خلک په ګډه کار کوي، يوې او بلې سيمې ته ځي او هېڅ د ګواښ او خطر احساس نه کوي.))
د هغه په وينا، د دې واکسين د تطبيق لپاره طالبانو په خپلو سيمو کې مسوولين ټاکلي چې دوى ورسره هېڅ ډول ستونزه نه لري.
د حازم په خبره، چې په دې ولايت کې دا مهال دوه مثبتې پېښې شته ، خو د نورو پېښو د مخنيوي لپاره دوى جدي هلې ځلې کوي.
دغه راز په دې غونډه کې د هلمند والي حيات الله حيات وويل چې په دغه ولايت کې خلک د ګوزڼ واکسين د تطبيق لپاره يوځاى او جدي هلې ځلې کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن