ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې يو قومي مشر ووژل شو

په کونړ کې يو قومي مشر ووژل شو

author avatar
17 Dec 2017 - 15:22
په کونړ کې يو قومي مشر ووژل شو
author avatar
17 Dec 2017 - 15:22

اسعد اباد (پژواک، ٢٦ ليندۍ ٩٦) : په کونړ ولايت کې د ماين د چاودنې له امله يو قومي مشر ووژل شو .

دکونړ ولايت امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت د ليندۍ په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن له غرمې مخکې په يوولسو بجو په شلطن ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، د ملک ګل پاچا په نوم د سيمې يو قومي مشر له خپل کوره راوتلى او پر لاره پلى روان و، چې د وسله والو مخالفينو له لوري ځاى پر ځاى شوى ماين پرې وچاودېد او ووژل شو.

همت زياتوي، ګل پاچا له دولت سره همکار قومي مشر و چې د دولت او ولس د دښمنانو له لوري په نښه شوى دى.

د قومي مشرګل پاچا د وژنې مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه دى منلى .

د يادونې ده چې تېره مياشت د کونړ ولايت څلور قومي مشران په جلال اباد ښار کې ديوې  چاودنې له امله وژل شوي وو. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.