کابل (پژواک،۲۶ليندۍ۹۶): يوشمېر افغان عالمانو د بيت المقدس په اړه د حکومت له دريځ څخه ملاتړ وکړ او د امريکا د ولسمشر پرېکړه يې وغندله.
دغه عالمان چې نن يې د حکومت د رسنيو په دفتر کې په خبري غونډه کې خبرې کولې، وويل چې قدس نه يواځې د افغانستان د مسلمانانو لپاره ډېر ارزښت لري، بلکې د ټولې نړۍ د مسلمانانو او دغه راز نورو دينونو لپاره هم سپېڅلی ځای ګڼل کېږي.
د مولوي عبدالعزيز په نوم يوه ديني عالم چې په دغه کنفرانس کې وويل:" قدس د نړۍ د مسلمانانو لپاره د درېيم سپېڅلي ځای په توګه ځانګړی ارزښت لري او د دغه سپېڅلي ټاټوبي په اړه د امريکا د ولسمشر پرېکړې د نړۍ د مسلمانانو غوسه راپارولې ده."
نوموړي زياته کړه، د امريکا د ولسمشر دغه پرېکړه مسلمانانو ته په هېڅ وجه د منلو وړ نه ده او که نوموړی يې خپله پرېکړه بدله نه کړي، په ټوله نړۍ کې به پراخ لار يونونه وشي.
نوموړي د افغان حکومت له دريځ څخه هم ملاتړ وکړ.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د جوماتونو رياست مرستيال مولوي عبدالمالک حيدري هم د امريکا دغه اقدام غير قانوني وباله او ويې وويل: "د امريکا اوسني ولسمشر داسې کار وکړ چې ښايي د دغه هېواد پخوانيو ولسمشرانو ته هم د دې کار وړانديز شوی وي، خو هغوی دا تصميم ونه نيو او نه يې غوښتل چې دغسې کار وکړي."
نوموړي زياته کړه، قدس د نړۍ د مسلمانانو لپاره يوه عقيده او باور دی او کفار په خپلې دې پرېکړې سره نه شي کولای له مسلمانانو څخه د قدس خواخوږي واخلي.
يو بل ديني عالم سيد حسين محقق وويل، د امريکا دغه اقدام نه يواځې د افغانستان او نړۍ مسلمانانو، بلکې د ټولې نړۍ د ازاد خيالو په سختو الفاظو سره غندلی او يو ناسم کار يې بللی دی.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستيو کې د مسلمانانو لومړنۍ قبله بيت المقدس د اسراييلو د پلازمېنې په توګه په رسميت وپېژنده او د دغه هېواد بهرنيو چارو وزارت ته يې امر وکړ چې د امريکا سفارت دې له تل ابيب څخه بيت المقدس ته انتقال کړي.
امريکا د نړۍ لومړی هېواد دی چې بيت المقدس په رسمي توګه د اسراييلو د پلازمېنې په توګه په رسميت پېژني.
د امريکا دغه پرېکړه د نړۍ له منفي غبرګونونو سره مخ شوې او ان د اسلامي هېوادونو مشرانو په ترکيه کې د اسلامي همکارۍ سازمان په غونډه کې د امريکا دغه پرېکړه د نړيوالو اصولو خلاف وبلله او ټينګار يې وکړ چې ډونالډ ټرمپ بايد خپله دغه پرېکړه بېرته واخلي.
افغان حکومت له دې پرېکړې وروسته اعلان وکړ چې د هېواد او اسلامي نړۍ د مسلمانانو د ژورې اندېښنې په درک کولو سره يې د اسراييلو د پلازمېنې په توګه د بيت المقدس په رسميت پېژندلو او دې ښار ته د امريکا د سفارت د لېږدولو په اړه يې خپله ژوره اندېښنه پخوا له ډيپلوماټيکو لارو څخه د دغه هېواد مشرتابه ته څرګنده کړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن