کابل (پژواک، ٢٦ ليندۍ ٩٦): د غزني ـ کندهار سړک د ترمیم، د قیصار ـ دره بوم سړک د جوړولو پروژه او له کابل څخه ننګرهار او کونړ پورې د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا د انتقال لین موافقتنامې د افغانستان د حکومت او د اسيا پراختيايي بانک ترمنځ لاسليک شوې.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه موافقتنامې، نن له غرمې مخکې د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور لاسليک شوې.
سرچينه کاږي، په دغو مراسمو کې چې په ارګ کې ترسره شول، د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد محمد سرور دانش او اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله هم حضور درلود، په پیل کې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او د اسیا پراختیایي بانک سرپرستې شاني کمپبیل د غزني ـ کندهار سړک د ترمیم موافقتنامه لاسلیک کړه.
د غزني ـ کندهار سړک ترمیم موافقتنامه د ترانسپورټ سکتور د لا پیاوړتیا لپاره د اسیا پراختیايي بانک له ۳۰،۳ میلیون ډالر بلاعوضه مرستو څخه ده چې له ۳۰،۳ میلیون ډالرو څخه ۳۰ میلیون ډالر یې د اسیا پراختیایي بانک او ۰،۳ میلیون ډالر یې د افغانستان دولت له بوديجې څخه تامینېږي.
وروسته د مالیې وزیر او د اسیا پراختیایي بانک سرپرستې د قیصار ـ دره بوم سړک جوړولو پروژې موافقتنامه لاسلیک کړه.
دغه سړک ۱۵۱ کیلومتره اوږدوالی لري او د اسیا پراختیایي بانک له ۳۳۰ میلیون ډالرو بلاعوضو مرستو تمویلېږي او جوړول یې د مرکزي اسیا د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو (CAREC) د برنامې د ستراتیژیو یوه برخه هم ده. په دې پروژه کې ۴ میلیون ډالر د افغانستان دولت له بوديجې هم لګول کېږي چې ټول ۳۳۴ میلیون ډالر کېږي.
یاده پروژه فواید عامه وزارت تطبیقوي او د ۲۰۱۸ کال په جنوري کې یې کار پیل او د ۲۰۲۲ کال تر ډيسمبر پورې به دوام وکړي.
دغه راز د هېواد د مالیې وزیر او د اسیا پراختیایي بانک سرپرستې، له کابل څخه ننګرهار او کونړ پورې د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا د انتقال لین موافقتنامه هم لاسلیک کړه.
دا پروژه د افغانستان دولت او اسیا پراختیایي بانک تر منځ د انرژۍ سکتور د لا پیاوړتیا لپاره د انرژي تامین د ښه والي د پانګونې پروګرام څلورم قسط د ۶۰ میلیون ډالرو بلاعوضه مرستو څخه ده.
د دې پروژې له بشپړولو سره له ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان څخه ۳۰۰ مېګاواټه وارداتي برېښنا د هېواد ختیځ ته انتقالېږي. د هېواد په ختیځو سیمو کې د ۱۰۰ میګاواټه په ظرفیت د لمریزې برېښنا پروژې چې د تطبیق او پلانولو په حال کې دي، وصلېږي.
د افغانستان په ختیځ کې دوو صنعتي پارکونو ته د ډاډ وړ او دوامداره انرژۍ برابرېږي. د نغلو ابي برېښنا بند پروژې څخه د ۱۰۰ میګاواټه برېښنا وړاندې کول پیاوړي کېږي او همداراز په ګاونډیو ولایتونو کې د برېښنا د انتقال لینونو سره د نښلولو له لارې د برېښنا شبکې ثبات او د استوګنې، سوداګریزو او صنعتي ځایونو ته د ۳۰۰زره برېښنا په زیاتولو سره د ظرفیت لوړول رامنځته کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن