ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات ادارې او اوسېدونکي د برېښنا شرکت  نږدې دوه ميليارده افغانۍ پوروړي دي

د هرات ادارې او اوسېدونکي د برېښنا شرکت نږدې دوه ميليارده افغانۍ پوروړي دي

author avatar
17 Dec 2017 - 15:07
د هرات ادارې او اوسېدونکي د برېښنا شرکت  نږدې دوه ميليارده افغانۍ پوروړي دي
author avatar
17 Dec 2017 - 15:07

 هرات (پژواک، ٢٦ ليندۍ ٩٦): د هرات د برېښنا شرکت وايي چې د دغه ولايت دولتي ادارې، صنعتي پارک او اوسېدونکي د برېښنا د لګښتونو له پلوه ١،٧  ميليارد افغانۍ پوروړي دي.

 دغه مطلب هرات کې د برېښنا شرکت رييس وحيد کامراني، پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال څرګند کړ .

 د نوموړي په وينا، د يادې اندازې له جملې يې د دغه لايت دولتي ادارې ٣٥٠ ميليون افغانۍ، صنعتي ښارګوټي ٧٥ ميليون افغانۍ، سوداګريزې سيمې ٣٢٠ ميليون افغانۍ او پاتې نور يې د دغه ولايت اوسېدونکي له دې اړخه پوروړي دي.

 نوموړي زياته کړه چې تر ډېره دولتي ادارې، د ګمرک رياست او د ملي اردو قطعې له ياد شرکت څخه پوروړي دي.

د هغه په وينا،د کهسان ولسوالۍ ١٧ کلي او تورغونډي ښارګوټي شا وخوا ٢٣٠٠ ګډونوالو له کلونو راهيسې د برېښنا لګښتونه نه دي ورکړي او که چېرې دولتي ادارې او ياد اوسېدونکي د برېښنا د لګښتونو پيسې ورنه کړي؛ نه شي کولى چې دغو ادارو او خلکو ته غوره برېښنايي خدمتونه وړاندې کړي.

 ورته مهال د هرات د ولايتي شورا مرستيال توريالي طاهري د برېښنا د لګښتونو نه ورکړه، د قانون خلاف کار وباله او له دولتي ادارو يې غوښتنه وکړه، څو د برېښنا د لګښتونو پيسې ورکړي. 

 هغه زياته کړه: "هره دولتي اداره د برېښنا لګښتونو پر ورکړې مکلفه ده، د برېښنا د لګښتونو نه ورکړه، د ادارو د رييسانو بې غوري په ګوته کوي، چې ګني دوى له خپلو اړونده وزارتونو د ادارو د لګښتونو پيسو غوښتنه نه ده کړې. "

 ورته مهال د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد پژواک ته وويل، په همدې موخه هڅې روانې دي، څو پوروړې ادارې خپل پورونه د راتلونکي کال په بوديجه کې شامل کړي.

 هغه زياته کړه: "د ولايت په جلسه کې په دې اړه خبرې وشوې او داسې يوه مصوبه هم صادر شوه، څو يادې ادارې دغه ستونزه له اړوند وزارتونو سره شريکه کړي، چې هيله من يو دغه پورونه به د راتلونکي کال په بوديجه کې ځاى پر ځاى او ياده ستونزه به حل شي."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.