ښرنه(پژواک،٢٦ليندۍ٩٦): په پکتيکا کې د ملي امنيت مؤظفينو د دغه ولايت د عدليې رييس له يو بل څارنوال سره يوځاى د بډو اخيستو پرمهال نيولي دي.
په پکتيکا کې د ملي امنيت يوې باوري سرچينې د ليندۍ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت مؤظفينو تېره ورځ د دغه ولايت د عدليې رييس مولوي ابراهيم او د دې رياست يو څارنوال سفير احمد د بډو اخيستو پرمهال لاس په لاس نيولي دي.
هغه زياته کړه: (( دوه کسانو د ځمکې پر سر دعوه درلوده، د عدليې رييس او څارنوال يې ترې يو لک کلدارې غوښتې وې، چې زموږ کسانو لاس په لاس ونيول.))
ده وويل چې دغه کسان اوسمهال د ملي امنيت په توقيف خونه کې تر څېړنو لاندې دي.
د دې پېښې يو تن عيني شاهد رحيم خان پژواک ته وويل چې دغو کسانو له بډې ورکونکي سره د ښرنې بازار په يوه دوکان کې وعده کړې وه.
هغه وايي: (( د ښار په يو دوکان کې يې ورسره وعده کړې وه، کله چې راغلل او غوښتل يې پيسې ترلاسه کړي د ملي امنيت کسانو ونيول او له ځانه سره يې يوړل.))
د پکتيکا د ولايت مقام او د عدليې رياست په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.
د يادونې ده چې تر دې وړاندې د پکتيکا يو شمېر نور چارواکي هم د ملي امنيت د موظفينو له لوري د بډو اخيستو په تور نيول شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن