ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له امام صاحب ولسوالۍ څخه شاوخوا دوه زره کورنۍ بې ځايه شوې دي

له امام صاحب ولسوالۍ څخه شاوخوا دوه زره کورنۍ بې ځايه شوې دي

author avatar
17 Dec 2017 - 11:47
له امام صاحب ولسوالۍ څخه شاوخوا دوه زره کورنۍ بې ځايه شوې دي
author avatar
17 Dec 2017 - 11:47

کندوزښار(پژواک،٢٦ليندۍ٩٦): د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د پرله پسې جګړو له امله شاوخوا دوه زره کورنۍ بې ځايه شوې دي چې اوسمهال له ستونزو سره مخ دي.

د کندوز د امام صاحب ولسوال محبوب الله سعيدي د ليندۍ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې څه موده وړاندې امنيتي ځواکونو په دې ولسوالۍ کې عمليات پيل کړي دي.

هغه وايي چې په ولسوالۍ کې د پرله پسې جګړو له امله يواځې له درېيو کليو کمبز، جوى بيګم او کونجک څخه شاوخوا دوه زره کورنۍ بې ځايه شوې دي.

 سعيدي وايي چې په دغو عملياتو کې د خلکو يو شمېر کورونه هم نړېدلي چې له امله يې خلک له ستونزو سره مخ دي.

دغه راز د کندوز د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس سلام هاشمي پژواک ته وويل چې تر اوسه له امام صاحب ولسوالۍ څخه د دوه زرو په شاوخوا کې کورنۍ بې ځايه شوې دي.

هاشمي وايي: ((په دغو عملياتو کې ډېر کورونه ويجاړ شوي دي، موږ د سروې ډلې هم استولي ترڅو د بې ځايه شوو دقيق ارقام ترلاسه کړو.))

ده وويل چې له سروې وروسته به دوى له يادو کډوالو سره د مرستې لپاره منظم پلان هم جوړ کړي.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه کورنۍ د امام صاحب د ولسوالۍ مرکز او ځينو نورو سيمو ته کډه شوې دي.

همدارنګه بې ځايه شوي خلک هم له ګڼو ستونزو څخه شکايت لري.

د کنجک سيمې اوسېدونکي نوروز پژواک ته وويل: ((امنيتي ځواکونو زموږ په کلي کې هوايي او ځمکني عمليات پيل کړل، کورونه مو ويجاړ شول، بس موږ هم ښار ته راغلو.))

هغه وايي چې له دوى سره تر اوسه هېڅ ډول مرسته نه ده شوې او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دغه راز د امام صاحب ولسوالۍ يو بل اوسېدونکي جان الله پژواک ته وويل چې حکومت بايد له عملياتو وړاندې خلک په جريان کې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.