د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

هلمند کې د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې هم د ګوزڼ واکسين پيل شوى

هلمند کې د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې هم د ګوزڼ واکسين پيل شوى

Dec 17, 2017 - 15:51

لښکرګا(پژواک،۲۶لیندۍ۹۶): د هلمند روغتيايي چارواکي وايي چې د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې هم د ګوزڼ واکسين په ښه توګه تطبيقيږي او کومه ستونزه په کې نشته دى.

په هلمند کې د ګوزڼ ناروغۍ د مخنيوي واکسين، کمپاين نن د ليندۍ په ٢٦مه پيل شو.

د اړوندې موضوع په اړه جوړو شويو مراسمو ته د هلمند د عامې روغتيا رياست د کتلوي معافيت مسوول ډاکټر عبدالاحد حازم وويل چې د پوليو واکسين په دې دوره کې به ٧٨٦ زره ماشومان واکسين وشي.

هغه وویل: (( دغه پروګرام د هلمند په ټولو ولسوالیو کې له ستونزو پرته  د ۵۵۰۰  تنه رضاکارانو او مسوولینو له خوا پلى کیږي، چې  له دې سره به تر ډېره په دغه ولایت کې د مثبتو پېښو نښې نښانې ورکې شي.))

ده زياته کړه چې د دغه ولايت په ټولو برخو کې دوى د ګوزڼ واکسين د تطبيق په برخه کې هېڅ ډول ستونزې نه لري.

هغه وويل: (( د دې واکسين د تطبيق لپاره د دولت او طالبانو تر واک لاندې سيمو کې خلک په ګډه کار کوي، يوې او بلې سيمې ته ځي او هېڅ د ګواښ او خطر احساس نه کوي.))

د هغه په وينا، د دې واکسين د تطبيق لپاره طالبانو په خپلو سيمو کې مسوولين  ټاکلي چې دوى ورسره هېڅ ډول ستونزه نه لري.

د حازم په خبره، چې په دې ولايت کې دا مهال دوه مثبتې پېښې شته ، خو د نورو پېښو د مخنيوي لپاره دوى جدي هلې ځلې کوي.

دغه راز په دې غونډه کې د هلمند والي حيات الله حيات وويل چې په دغه ولايت کې خلک د ګوزڼ واکسين د تطبيق لپاره يوځاى او جدي هلې ځلې کوي.

نوموړي له وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه چې د واکسين په پروسه کې دې له دوى سره اړينې مرستې وکړي.

هلمند د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلې څخه دى چې له ١٢ ولسواليو څخه شپږ يې له وسله والو طالبانو سره دي او د پاتې نورو يې يواځې مرکزونه د حکومت په کنټرول کې دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement