لښکرګاه (پژواک،۲٦ليندۍ۹۶): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د وسله والو طالبانو د بريد له امله ١٤ پوليس وژل شوي دي.
په مرکز لښکرګاه کې يوې حکومتي سرچينې د ليندۍ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د اتمې حوزې اړوند د کلاسنګ سيمې په پوسته کې د پوليسو ترمنځ شخړه شوې ده.
هغه وايي: (( د پوليسو تر شخړې وروسته طالبانو پر دې پوسته ډله ييز بريد کړى دى.))
ده وويل چې په دې بريد کې ١٤ پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
دغه راز د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالغفار ساپي هم ياده پېښه تاييد کړه، خو کره شمېره يې په ډاګه نه کړه.
ساپي وويل چې په دې بريد کې وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو د هلمند والي حيات الله حيات بيا پژواک ته وويل چې په کلاسنګ سيمه کې طالبانو پر دوه پوستو بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې په دغو بريدونو کې ١١ پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي او ګڼ شمېر طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه راز د هلمند د ايمرجنسي روغتون چارواکو پژواک ته وويل چې له دې پېښې څخه د ١٤ پوليسو جسدونه ورته راوړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
هلمند د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلې څخه دى چې له ١٢ ولسواليو څخه شپږ يې له وسله والو طالبانو سره دي او د پاتې نورو يې يواځې مرکزونه د حکومت په کنټرول کې دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن