غزني ښار(پژواک،٢٧ليندۍ٩٦): چارواکي وايي چې وسله وال طالبان په غزني کې له رسنيو، سوداګرو او نورو خلکو ماليه ټولوي، بل لور ته طالبان هم دغه موضوع تاييدوي.
په غزني ښار کې د غزنويانو خصوصي تلوېزيون يو تن مسوول فريد عمري د ليندۍ په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې څه موده وړاندې يې طالبانو ته دوه سوه زره پاکستاني کلدارې د ماليې په توګه ورکړې دي.
هغه وايي: ((اول يې رانه څلور لکه افغانۍ غوښتې وې، خو وروسته له ډېرو لانجو يې راته دوه سوه زره کلدارې کړې چې ما خپله ورکړې.))
عمري طالبانو ته د پيسو د ورکړې د څرنګوالي په اړه څه ونه ويل خو زياته يې کړه: (( که مې پېسې نه واى ورکړې، ژوند مې له خطر سره مخ کېده.))
ده وويل چې د طالبانو د ماليې غوښتنې په اړه يې ټولو امنيتي ادارو ته خبر ورکړى خو چا په دې موضوع کې مرسته ورسره نه ده کړې او دى هم اړ شو چې طالبانو ته پيسې ورکړي.
د دې ترڅنګ طالبانو له يو شمېر نورو رسنيو څخه هم ماليه غوښتې، خو د دې رسنيو چاراوکي په دې برخه کې له څه ويلو ډډه کوي او ټينګار يې دا دى چې د رسنۍ نوم يې هم بايد ونه اخيستل شي.
دغه راز د غزني د ولايتي شورا غړي حسن رضا يوسفي پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو د رسنيو ترڅنګ له سوداګرو څخه هم ماليه غوښتې ده.
هغه وايي: (( سوداګر، د ولايتي شورا ځيني غړي، د ولايت مقام چارواکي او ځيني نور کسان طالبانو ته ماليه ورکوي.))
يوسفي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د ولايتي شورا ځيني غړي ځکه طالبانو ته ماليه ورکوي چې نا امنو سيمو ته د تګ پرمهال ستونزې ورته جوړې نه کړي.
د هغه د معلوماتو له مخې، که طالبان له چا څخه ماليه وغواړي او ور يې نه کړي نو ژوند يې له ګواښ سره مخ کيږي.
دغه راز په غزني کې يو تن سوداګر د نوم له اخيستو پژواک ته وويل: (( موږ هره مياشت په منظمه توګه طالبانو ته د هغوى له غوښتنې سره سم ماليه ورکوو.))
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري هم وايي چې طالبانو له خلکو څخه ماليه غوښتې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن