کابل (پژواک، ٢٧ ليندۍ ٩٦) : د لغمان ولايت په مرکز مهترلام ښار کې د دوو چاودنو له امله دوه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د ليندۍ په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، نن سهار د مرکز مهترلام ښار اړونده د ګومين په سيمه کې د ملي امنيت پر يوه کارکوونکي چې دندې ته روان و، چاودنه وشوه.
هغه زياته کړه، د ملي امنيت ياد کارکوونکى لومړى په چاودنه کې ټپي و، خو وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.
ځواک وايي، يو ساعت وروسته په همدې سيمه کې پر ملکي وګړو دويمه چاودنه وشوه چې له امله يې يو ملکي وګړى وژل شوى او شپږ ماشومان ټپيان شوي دي.
د نوموړي په وينا، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، خو د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.
د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه ددې چاودنو په اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن