ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نيمروز کې دوه کسان پر  اعدام  محکوم شول

نيمروز کې دوه کسان پر اعدام محکوم شول

author avatar
18 Dec 2017 - 18:28
نيمروز کې دوه کسان پر  اعدام  محکوم شول
author avatar
18 Dec 2017 - 18:28

زرنج (پژواک، ٢٧ ليندۍ ٩٦): د نيمروز استيناف محکمې، دوه کسان د يوه نهه کلن ماشومان د تښتونې او وژنې په تړاو پر اعدام او دغه راز يې دوه نور د اوږدې مودې پر زندان محکوم کړل.

د يادې محکمې مشر قضاوت يار سيد عبدالقيوم کمالي په دغه علني جلسه کې وويل، هر يو عبدالمالک او شاه محمد چې د نهه کلن حميدالله د تښتولو او بيا وژنې په قضيه کې يې مستقيم لاس درلود؛ په اعدام او دوه نور کسان چې د انسان تښتوونکو او د ماشوم د پلار ترمنځ يې د اړيکو رول لوباوه؛ يو يې په ١٦ کاله او دويم يې په ٢٠ کاله زندان محکوم شول.

هغه زياته کړه، د استيناف محکمې حکم نهايي نه دى، بلکې تورن کسان د تميز غوښتنه کوله شي.

د نيمروز ولايت د قضايي مقام د معلوماتو پر بنسټ، دغه څلور کسيز ګروپ دوه کاله وړاندې د زرنج له ښار څخه يو نهه کلن ماشوم تښتولى و او د پرېښودو په بدل کې يې د هغه له کورنۍ د ٤٠ ميليون ايراني تومانو (٦٥٠ زره افغانۍ) غوښتنه کوله.

هغه زياته کړه، د ياد ماشوم پلار په محکمه کې څرګنده کړه چې د دغو کسانو لپاره يې پيسې هم چمتو کړې وې، خو دوى يې زوى ورته وواژه.

د تورنو کسانو له جملې يې دوه کسان د ياد ماشوم د پلار خوريونه دي.

د ياد ماشوم پلار حبيب الله پژواک ته وويل: "د محکمې له حکم راضي نه يم، ځکه اجرايي بڼه نه لري، که خوښ واوسم يا ونه اوسم؛ اړ يم چې قناعت پرې وکړم."

عبدالمالک چې د حميدالله په تښتولو او وژلو کې يې لاس درلود، پژواک ته وويل چې ټول کارونه يې ورور کړي دي.

نوموړي په داسې حال کې چې له خپل دغه کار ډېر پښېمانه و، زياته کړه چې د محکمې پر حکم (اعدام) راضي دى، څو دغه کار د نورو کسانو لپاره يو عبرت واوسي.

يوه بل تورن کس شاه محمد پژواک ته وويل، چې د محکمې پر حکم قناعت نه کوي او د تميز غوښتونکى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.