ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سوېل ختيځ کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى ٣٠ سلنه زيات شوى

په سوېل ختيځ کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى ٣٠ سلنه زيات شوى

author avatar
19 Dec 2017 - 16:58
په سوېل ختيځ کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى ٣٠ سلنه زيات شوى
author avatar
19 Dec 2017 - 16:58

خوست ښار (پژواک، ۲۸ ليندۍ ۹۶): فقر، نا امني، د تعليم د کچې ټيټوالی هغه درې عمده لاملونه دي چې له امله يې په سوېل ختيځ زون په ځانګړي ډول په خوست کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په پېښو کې ډېروالی راغلی دی.

په سوېل ختيځ زون په ځانګړي ډول په خوست ولايت کې  د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ډېرې شوې دي.

دا څرګندونې په سوېل ختيځ زون کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مسوولينو په خوست کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي نړيوالې ورځې نمانځغونډې ته وکړې.

د دغه کمېسيون د ښځو څانګې مشرې زرمينې شمس پژواک خبري اژانس ته وويل، هغه شمېرې چې دوی د روغتونونو، څارنوالۍ او پوليسو څخه ترلاسه کړې، روان کال په دغه زون کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۳۳۴ پېښې شوې دي چې له دې جملې ۲۱۱ يې په خوست کې دي.

زرمينې شمس وويل چې په دې پېښو کې وهل ټکول، د زهرو خوړل، ناموسي وژنې، ټپي کول، د کور نه په زور ايستل، په زور او د کم عمر ودونه، ځان وژنه، د پيسو په خاطر له واده څخه منع کول او نفقه نه ورکول شامل دي.

شمس وايي: ((تېر کال موږ په سوېل ختيځ زون کې د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي ۲۲۷ پېښې ثبت کړې وې، خو سږ کال دا شمېر ۳۳۴ ته پورته شوی، چې د تېر کال په پرتله ۳۰ فيصده ډېرې شوې دي)).

د هغې په وينا، فقر، نا امني، د تعليم د کچې ټيټوالی هغه درې عمده لاملونه دي چې له امله يې په سوېل ختيځ زون په ځانګړي ډول په خوست کې د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي په پېښو کې ډيروالی راغلی دی.

مېرمن شمس زياتوي: ((دا پېښې زياتره په لرې پرتو سيمو کې ترسره کيږي. ډېرې مېرمنې حتی په دې هم نه پوهيږي، چې زه څه حقوق لرم او موږ هلته د امنيتي وضعيت له امله نشو تللی. دا ډېرې کمې شمېرې دي چې زموږ لاس ته راځي او ښايي دا شمېرې له دې هم ډېرې وي زر يا دوه زره وي.))

په همدې حال کې د ښځو د ټولنې يوې غړې زينب افغان پژواک اژانس ته وويل چې د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي ښه لار ديني عالمان، قومي مشران او رسنۍ دي، چې خلکو ته په دې برخه کې عامه پوهاوی وکړي.

هغه وايي: ((په لرې پرتو سيمو کې د ښځو د پرمختګ په وړاندې يو شمېر خنډونه موجود دي. که چېرې ديني عالمان، رسنۍ، مدني ټولنې او قومي مشران په دې برخه کې کار وکړي، نو دا ستونزې به له منځه لاړې شي.))

له دې وړاندې د خوست د ښځو چارو رئيسې ډاکټرې ملالۍ ولي يوې غونډې ته په خبرو کې په دې ولايت کې د ښځو وضعيت ښه ښودلی و او ويلي و، چې روان کال په خوست کې تر دې دمه د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي ۲۵ پېښې شوې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.