فراه (پژواک، ٢٨ ليندۍ ٩٦): د فراه ولايت پوليسو د دغه ولايت د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ايران ته د نشه يي توکو د لېږد په جرم يو ايرانى وګړى نيولى، دغه راز په دايکنډي ولايت کې هم د هيروينو د قاچاق په تړاو دوه کسان نيولي شوي دي.
د فراه امنيې قوماندانۍ وياند اقبال باهر پژواک خبري اژانس ته وويل: "ياد ايران وګړي درې کيلوګرامه هيروين په ډېر ماهرانه ډول په يوه ټانکر کې ځاى پر ځاى کړي وو چې ايران ته يې د قاچاق هڅه کوله."
هغه زياته کړه، چې ياد کس د فراه امنيه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت کشفي او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې امريت له لوري د کشفي راپور پر بنسټ، په شيخ ابو نصر فراهي بندر کې د سرحدي پوليسو له لوري نيول شوى دى.
د هغه په وينا، ياد ايرانی وګړى د بار وړونکي موټر چلوونکى دى چې د ايران سوداګرو مالونه به يې له ايران څخه افغانستان راوړل.
د شيخ ابو نصر فراهي بندر يو وارداتي بندر او ورته مهال د افغانستان له عايداتي بندرونو ګڼل کېږي چې د هېواد په لوېديځ کې له ايران سره پر ګډه پوله شتون لري.
دغه بندر د فراه ولايت د پشت کوه په لوېديځه ولسوالۍ کې د فيروزکوه ښار په ١٢٣ کيلومترۍ کې پروت دى.
بلخوا په دايکنډي ولايت کې د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو دوه کسان نيول شوي دي.
د ياد ولايت امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت پوليسو د نشه يي توکو د قاچاق په اړه دوه کسان نيولي دي.
د دايکنډي امنيه قوماندان سيد باقر مرتضوي پژواک ته وويل چې نيول شوو کسانو له هلمند ولايت څخه نيلي ته ٦٤ ګرامه هيرويين او ١٤ ګرامه شيشه راوړې وه چې د دايکنډي د مرکز په کارېز جوى سيمه کې د پوليسو له لوري ونيول شول."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن