ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دفاع وزارت : تېرو نهو مياشتو کې د ۳۰۰ قوماندانانو په ګډون زرګونه وسله وال وژل شوي

دفاع وزارت : تېرو نهو مياشتو کې د ۳۰۰ قوماندانانو په ګډون زرګونه وسله وال وژل شوي

author avatar
20 Dec 2017 - 16:43
دفاع وزارت : تېرو نهو مياشتو کې د ۳۰۰ قوماندانانو په ګډون زرګونه وسله وال وژل شوي
author avatar
20 Dec 2017 - 16:43

کابل (پژواک، ۲۹ ليندۍ ۹۶): ملي دفاع وزارت دعوه کوي چې په تېرو نهو مياشتو کې د څه باندې ۳۰۰  قوماندانانو په ګډون زرګونه د دولت وسله وال مخالفين وژل شوي او ٨٥٠٠ نور ټپيان دي.

د دغه وزارت وياند تورنجنرال دولت وزيري نن په کابل کې خبريالانو ته وويل،چې د دولت وسله والو مخالفينو ته دغه مرګ ژوبله په شاوخوا درې زره ځمکنيو او  نږدې ۴ زره هوايي بريدونو کې اوښتې ده.

ده د دولت د ټولو وسله والو مخالفينو د وژل شويو کسانو کره شمېره په ګوته نه کړه، خو ويې ويل چې په وژل شويو کې څه باندې ١٦٠٠ د داعش ډلې کسان او پاتې نور وسله وال طالبان دي.

هغه وويل چې په دې موده کې ١٩٠٠ د دولت وسله وال مخالفين  ژوندي نيول شوي دي.

د ده په وينا، په دې موده کې نږدې ۱۰ زره بېلابېل ماينونه شنډ شوي او له وسله والو مخالفينو څخه څه باندې ۱۳۰۰ سپکې او درنې وسلې، ۲۷۵ موټر، ۷۷۸ موټرسايکلونه او ۱۰۲ مخابرې نيول شوي دي.

هغه وويل چې په روان کال کې  څه باندې ۳.۵ ټنه نشه يي توکي هم نيول شوي دي.

د دولت وسله والو مخالفينو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو هغوى تل د دوى د کسانو د مرګ ژوبلې په اړه د دولت څرګندونې ردوي.

وزيري ونه ويل چې په روان کال کې له دولتي ځواکونو څخه څومره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او په دې موده کې څومره ملکي وګړي وژل شوي دي.

وزيري وايي، روان کال کې د پوځي لوړو زده کړو له مرکزونو څخه  په هېواد کې د ننه او بهر  څه باندې ۱۵۰۰ افسران فارغ شوي، څه باندې ۱۳۰۰ تنه د زده کړو مرکزونو ته جذب شوي او دا مهال په هېواد کې نږدې ۶ زره او په بهر کې ۵۲۷ تنه  افغانان په پوځي  زده کړو بوخت دي.

هغه زياته کړه، په دې موده کې د ملي دفاع وزارت منسوبينو څه باندې ۱۱۰۰ امنيتي او ترهګريزې پېښې شنډې کړي، د څه باندې ۲۰۰۰ تورنو منسوبينو څخه د څه باندې نيمايي دوسيې څېړل شوې دي.

دى وايي، له يادو هغو کسانو څخه چې دوسيې يې څېړل شوي، يو شمېر له يوه تر شلو کلونو په تنفيذي بند محکوم شوي، يو شمېر جريمه شوي او دوه تنه د قتل په تور په اعدام محکوم شوي دي.

 دی وايي، ياد وزارت له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې جدي کړنې ترسره کړي، د دې وزارت په تړونونو کې نږدې درې ميليارده افغانۍ سپمول شوي، د ملي اردو د وژل شويو  ۷۴۲  کسانو له هرې کورنۍ سره ۲۰۰ زره افغانۍ مرسته شوې، شلو کورنيو  ته د استوګنې کورونه ورکړل شوي، ۷۴۲ کورنيو ته د ځمکو نومرې ويشل  شوي او د دا ډول کورنيو ۱۳۲ تنه د لوړو زده کړو په موخه بهرنيو هېوادونو او ١٨٠ تنه د حج مراسمو د ادا کولو په موخه سعودي عربستان  ته استول شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.