د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کونړ د مرکز اسعد اباد ښار ۹۵ سلنه د ماسټر پلان خلاف جوړ شوی

د کونړ د مرکز اسعد اباد ښار ۹۵ سلنه د ماسټر پلان خلاف جوړ شوی

Dec 20, 2017 - 10:08

اسعداباد (پژواک، ٢٩ ليندۍ ٩٦): د کونړ اوسېدونکي او چارواکي وايي، د ولايت د مرکز اسعد اباد ښار ٩٥ سلنه د ماسټر پلان خلاف جوړ شوى چې له امله يې ورځ تر بلې د خلکو او حکومت ستونزې ډېرېږي.

د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې، د کونړ مرکز اسعداباد ښار لپار ه په ۱۳۶۵ لمريز کال کې د وخت حکومت د کور او ښار جوړونې چارو وزارت يو ماسټر پلان جوړ کړی و چې له مخې يې بايد دغه ښار په عصري او اساسي ډول جوړ شوى واى، خو حکومتونه تر اوسه د ځينو ستونزو له امله پر دې نه دي توانېدلي چې دغه ماسټر پلان تطبيق کړي.

د کونړ ولايت اوسېدونکي د ماسټر پلان په نه عملي کولو کې د وخت حکومتونه ګرم بولي او زياتوي، که په لومړي سر کې يې خلکو ته په ښار کې د نقشې او پلان خلاف د ودانيو جوړولو اجازه نه وای ورکړل شوې، اوس به ستونزې نه واى.

د اسعد اباد ښاريان په ښار کې له زياتې ګڼې ګونې او د پليو لارو له نه شتونه سر ټکوي او له حکومته غواړي چې له نقشې او پلان سره سم دې دغه ستونزې هوارې کړي.

د اسعداباد يوه اوسېدونکي نعيم الله پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه ښار ډېر بې نقشې جوړ دی، له انجنيرۍ پرته پر خپل سر په کې مارکېټونه او ودانۍ جوړې شوې دي او هېڅ اصول په کې نه دي مراعت شوي.

هغه له حکومت څخه وغوښتل، هغه چا چې سرغړونه کړې او پر خپل سر يې ابادۍ کړې دي، له قانون سره سم دې ورسره چلند وکړي او له ماسټر پلان سره سم دې ښار ورغوي.

د دغه ښار يو بل اوسېدونکى او مدني فعال قنداغا شېرزاد وايي، دلته په ښار کې ډېرې ستونزې دي، پلې لارې او د موټرو پارکېنګ نه لري.

د هغه په وينا چې په دغه ښار کې درملتونونه، د خوراکي توکو هټۍ، صرافان، اهنګران، د سبزيو د پلور هټۍ، د مشروباتو هټۍ، د رختونو هټۍ او داسې نور ګډوډ دي، له ولسواليو څخه راغلي خلک اړ دي چې پر ټول ښار وګرځي.

شېرزادى وايي، دا د ښاروالۍ مسووليت دى چې د ښار مارکېټونه او کوڅې په برخو ووېشي او د هر جنس لپاره يوه ځان ته ساحه معلومه کړي.

د اسعداباد ښار يو هټۍ وال عتيق الله جمالزی وايي، ټول يوه کوڅه ده، هېڅ د ښار بڼه نه لري، نه په کې پلې لارې شته او نه هم د موټرو درولو ځاى، هټۍ والو په لارو کوڅو کې سوداګانې اېښې چې له امله يې پلي تلونکو ته ستونزې جوړې کړې دي.

هغه پژواک ته وويل، مرکزي روغتون په داسې يو ځای کې جوړ دی چې د ګڼې ګونې له امله ناروغان او امبولانسونه په وخت سره نه شي رسېدلى.

دغه راز په ښار کې د ولادي نسايي شخصي کلينيکونه د مارکېټونو په دویم پوړونو کې جوړ دي چې د ناروغانو ورختل ورته ډېر ستونزمن دي.

دغه راز نوی کابل بانک د یوې ودانۍ په دويم پوړ کې دی چې د معاشونو پر مهال مامورين لسګونه متره پر سړک په کتارونو کې ولاړ وي.

د خليل الله په نوم يو کس بيا وايي چې دولتي چارواکي او د ښاروالۍ مسوولين ناغېړي کوي، څوک چې له ماسټر پلان او قانون څخه سرغړونه کوي، دوى ورته هېڅ نه وايي.

د هغه په وينا، په دغه کار کې ستر فساد شته چې د همدغه فساد له امله د ښار وضعيت ورځ تر بلې خرابېږي.

د کونړ د ولايتي شورا غړى جمال الدين سيار وايي، د اسعد اباد ښار نه کانالیزاسيون لري، نه د اوبو سيستم او نه هم فعاله برېښنا، جنراتوري برېښنا ده چې ډېرو کمو خلکو ته ورکړل شوې ده.

نوموړي پژواک ته وويل، دوه کاله مخکې د ښار جوړونې وزير دغه ولايت ته د سفر پر مهال ژمنه کړې چې دغه ښار به له پلان سره سم جوړوي، خو تر اوسه هېڅ کار نه دى شوى.

د کونړ ولایت ښاروال انجنير محمد رحيم وايي، د وختونو د خرابو شرايطو له امله د ١٣٦٥ لمريز کال ماسټر پلان نه دى تطبيق شوى.

هغه پژواک اژانس ته ومنله چې د اسعداباد ښار ۹۵ سلنه پر خپل سر اباد شوی او اوس په کې خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

نوموړى وايي: ((موږ دومره بوديجه نه لرو چې د خلکو شخصي ځمکې پرې استملاک کړو او په مرحله واره توګه پرې خپل پروګرامونه تطبيق کړو.))

د ښاروال په وينا، که چېرې دوى په ښار کې استملاک شوې ځمکې لري، نو کولى شي د ښار جوړونې وزارت اړوند د بيارغونې پروګرامونه او پروژې په کې تطبيق کړي.

انجنير رحيم وويل، د اسعداباد ښار لپاره ستراتيژیک پلان لري چې د ښار جوړونې وزارت له لوري ورته ورکړل شوی چې په مرحله وار ډول به تطبيق شي.

ده زياته کړه، د دغه پلان د تطبيق له امله به هغه ودانۍ چې تر نقشې لاندې راځي، ړنګېږي او په بدل کې به ورته په يوه مناسب ځای کې ځای ورکړل شي.

ښاروال دا ونه ويل چې نوی پلان به کله په اسعداباد ښار کې تطبيق شي، خو زياتوي چې د بوديجې د نشتوالي او حالاتو ته په کتو کره نېټه نه شي په ډاګه کولى.

د کونړ د ښار جوړونې رييس انجنير عبدالعزیز مومند هم تېر او اوسني حکومتونه د ماسټر پلان په نه تطبيق کې پړه بولي او زياتوي، له همدې امله د ښاريانو ستونزې ډېرې شوې دي.

د هغه په وينا، د ښار جوړونې وزارت له خوا دوى ته په نوي ورکړل شوي ستراتيژيک پلان کې د ښار ټولې اړتياوې ځاى پر ځاى شوې دي.

مومند وايي: ((موږ نه شوکولی چې د اسعداباد ښار په يو ځل ړنګ کړو او خلک له ستونزو سره مخ کړو، موږ د اړوند وزارت د ښې جوړونې (به سازي) پروګرامونه قدم په قدم تطبيقوو او پر مخ به ځو.))

نوموړي وويل، د نوي لمريز کال په پيل کې د ښار جوړونې وزارت د انجنيرۍ ټيمونه اسعد اباد ته راځي، څو دوى سره د پلان په تطبيق کې مرسته وکړي.

خو هغه زياتوي، د پلان په تطبيق کې ستره ستونزه د ځمکو ده؛ ځکه چې دولتي ملکيتونه نه لري، لومړى بايد د خلکو ځمکې استملاک شي او بيا پلان تطبيق شي.

د ښار جوړونې رييس وايي، د اسعداباد ښار د پراخوالي او دولتي ادارو لپاره د مرکز اسعداباد ښار نه بهر مرکز اړوند د لچګلي سیمه کې چې دولتي ملکیت دی، د حکومتي ادارو د کمپلیکس جوړولو لپاره د انجنيرۍ ټيمونه پر سروې بوخت دي.

د هغه په وينا، د دغه کمپلېکس تر جوړېدو وروسته به ټولې ادارې هلته ولېږدول شي چې ورسره به په ښار کې ګڼه ګوڼه کمه شي.

د کونړ والي وحيدالله کليمزی بيا وايي، د دغه ښار بنسټ په غير معياري ډول اېښودل شوى، ښار په ډېر تنګ ځاى کې دى، يو طرف ته يې سيند او بل لوري ته يې غر دى.

هغه پژواک ته وويل، په دې وروستیو کې د ښار جوړونې او ښاروالۍ ادارو له لوري چې د ښار لپاره کوم پلان جوړ شوی، دوى يې د تطبیق لپاره هڅې کوي.

د نوموړي په وينا، دوى هڅه کوي هغه خنډونه چې د دغه پلان د تطبيق پر وړاندې دي، له منځه يوسي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement