جلال اباد (پژواک، ۲۸ ليندۍ ۹۶): په افغانستان کې د يونيسف ادارې مشره وايي چې د ننګرهار ولايت د روغتيايي سکټور د پراختیا او لا ښه والي په برخه کې به ځانګړې مرستې وکړي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د ليندۍ په ۲۹مه پژواک اژانس ته وويل چې په افغانستان کې د يونيسف ادارې مشرې اډيلي خيدر پرون ننګرهار ولايت ته ورغلې وه.
سرچينې زياته کړې چې نوموړې د ننګرهار عامې روغتيا رييس او د کونړ ولايت له روغتيايي مسوولينو سره د بېلابېلو مجلسونو په ترڅ کې وکړې.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کامه وال په هېواد کې د يونيسف دفتر مشرې اډيلي خېدر ته د روغتيايي وضعيت او په ختيځه سيمه کې د پوليو کمپاين په تړاو معلومات ورکړل.
کامه وال له نوموړې وغوښتل چې په ننګرهار کې د داخلي بېځايه شوو لپاره ګرځنده ټيمونه زيات کړي، د بي بي فاطمة الزهرا او ننګرهار سيمه ييز روغتون د نوو زېږېدلو کوچنيانو له برخو سره ځانکړې همکاري وکړي.
د يونيسف مشرې اډيلي خېدر خوښي څرګنده کړه چې په ننګرهار کې روغتيايي چارې په ښه توګه روانې دي .
نوموړې د عامې روغتيا رييس ته د کړيو غوښتنو د ژر عملي کېدو ډاډ ورکړ.
همداراز مېرمن خېدر د خپل يو ورځني سفر په ترڅ کې د کونړ عامې روغتيا ادارې او ولايتي روغتون له مسوولينو سره ګډ مجلس او په روغتيايي مسايلو بحث وکړ.
د يونيسف ادارې مشرې همدارنګه د کونړ ولايتي روغتون د کوچينانو او نوو زېږېدلو څانګه هم وليده او په پای کې يې د کونړ ولايت په بېلابېلو سيمو کې د پوليو واکسينو د درې ورځيني کمپاين له چارو هم ليدنه وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن