ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پلچرخي زندانيانو ته ناسالمه او خوسا غوښه ورکول کېږي

د پلچرخي زندانيانو ته ناسالمه او خوسا غوښه ورکول کېږي

author avatar
21 Dec 2017 - 19:34
د پلچرخي زندانيانو ته ناسالمه او خوسا غوښه ورکول کېږي
author avatar
21 Dec 2017 - 19:34

کابل (پژواک، ٣٠ ليندۍ ٩٦): د مشرانو جرګې يوه پلاوي چې د پلچرخي زندان وضعيت يې څېړلى، وايي چې د زندانيانو پر شکايتونو سربېره يادو کسانو ته بوى ناکه غوښه ورکول کېږي.

زلمي زابلي چې د ياد پلاوي مشري يې کوله، وايي چې دغه څېړنه شاوخوا درې اونۍ وړاندې ترسره شوې ده.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: "څه موده وړاندې موږ ته راپور راکړل شو، هغه غوښه چې زندانيانو ته ورکول کېږي، د خوړلو نه ده، موږ هم د يادې موضوع د څېړلو لپاره لاړو او کوم ځاى کې يې چې غوښه زخيره کوله، ومو ليدل چې غوښه په بشپړه توګه خوسا شوې وه، کله مو چې له مسوولينو غوښتنه وکړه چې دا غوښه څوک راوړي؟ ويل يې په هماغه کس يې زور نه رسيږي."

د مشرانو جرګې ياد غړي وويل، د زندان يوه مسوول ورته ويلي چې د غوښې قرارداد د ولسي جرګې له وکيل "ملا تره خېل محمدي" سره شوى او هغه يې راوړي.

زابلي زياته کړه: "دغه موضوع مو د مشرانو جرګې په ناسته کې وړاندې کړه، چې په پايله کې يې راپور رييس او د کورنيو چارو وزارت ته ولېږل شو، د جرګې پرېکړه هم دا وه چې د کورنيو چارو وزارت بايد دا ډول قراردادونو ته دوام ورنه کړي."

د مشرانو جرګې د شکايتونو کميسيون غړي او د فارياب د خلکو استازي سناتور ګل محمد رسولي وويل، دغه موضوع پرون د مشرانو جرګې په ناسته کې مطرح شوه او د زندانونو او توقيف خونو له مشر چې يادې جرګې ته راغوښتل شوى و؛ په دې اړه د سپيناوي غوښتنه وشوه.

هغه زياته کړه: "د پلچرخي له زندان څخه جرګې ته د رارسېدلو شکايتونو له مخې، پر زندانيانو خوسا او حرامه غوښه وېشل کېږي."

رسولي د زابلي څرګندولو د منلو ترڅنګ وويل: "کوم پلاوى چې زندان ته تللى و، نو د نورو ستونزو ترڅنګ چې دوى ليدلې، يو يې هم خوسا او فاسدې هندي غوښې وې، چې زندانيانو ته پخېدې او بيا پرې وېشل کېدلې."

د کورنيو چارو وزارت د محبسونو او توقيف خونو عمومي مشر لوى پاسوال عبدالعليم کوهستاني د يادې ستونزې شتون تاييد کړ؛ خو په دې اړه يې نور جزئيات وړاندې نه کړل.

نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې د غوښې قراردا له تېرو درېيو کلونو راهيسې له يوه کس سره دى، وويل: "د غوښې پېرل د کورنيو چارو او تدارکاتو ادارې اړوند دي، نو پر دې بنسټ موږ د دې کار مسووليت نه لرو، خو بايد د دې څارنه وشي، څو زندانيانو ته صحي غوښه ووېشل شي."

پژواک پر ډېرو هڅو سربېره بريالى نه شو چې په دې اړه د کورنيو چارو وزارت د اړوندو مسوولينو او ملا تره خېل نظر چې ويل کېږي د غوښې قرارداد له نوموړي سره دى، واخلي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.