ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ مدني فعالان: له حکومتي موقفه د حکومت پر وړاندې درېدل، جفا ده

د بلخ مدني فعالان: له حکومتي موقفه د حکومت پر وړاندې درېدل، جفا ده

author avatar
21 Dec 2017 - 18:10
د بلخ مدني فعالان: له حکومتي موقفه د حکومت پر وړاندې درېدل، جفا ده
author avatar
21 Dec 2017 - 18:10

مزارشريف (پژواک، ۳۰ ليندۍ ۹۶): د بلخ مدني فعالان وايي، که حکومتي چارواکي له حکومتي موقف څخه د حکومت پر وړاندې درېږي، نو جفا ده.

دوی ټينګار کوي چې حکومتي اصولو ته د درناوي په پار دغه ډول چارواکي بايد وپوښتل شي او قانوني چلند ورسره وشي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د بلخ ځينو ملکي او نظامي لوړپوړو مسوولينو د ارګ پر وړاندې د عطامحمد نور ملاتړ وکړ.

ولسمشر محمد اشرف غني دوه ورځې وړاندې د بلخ ولايت له مقامه د عطامحمد نور استعفا منظور کړه.

نور د ارګ دغه پرېکړه د ځان پر وړاندې ظلم وباله او په هغې مشورتي ناسته چې د ارګ د اعلاميې د خپرېدو په ماښام يې له خپلو پلويانو سره لرله، د نه منلو اعلان وکړ.

په همدې ناسته کې د قومي مشرانو او سياسيونو تر څنګ د بلخ ولايت لوړپوړو امنيتي او ملکي چارواکو هم برخه اخيستې وه چې د ارګ پر وړاندې يې د عطامحمد نور ملاتړ وکړ.

د شمال زون د عامه نظم د عمومي لوا قوماندان جنرال حسيب الله قريشي د عطامحمد نور او د هغه د لسګونو پلويانو پر وړاندې وويل، له خپلې جنرالۍ، موټر او مقام څخه د عطامحمد نور لپاره تېر دی.

نوموړي په احساساتو د عطامحمد نور په ننګه وويل: ((دا خو لا څه کړې، هر څوک چې په هر ځای کې ستا پر وړاندې درېږي، لومړۍ کس چې به يې مقابل کې درېږي، هغه به فقير بنده وي او زه له خپلې وينې تېر يم.))

نوموړي والي ته مخ واړاوه او ويې ويل: ((بښنه غواړم چې د خپل رهبر پر وړاندې ولاړ يم او لږ احساساتي شوم، خو داسې نر نه ګورم چې دغه ولايت کې ستاسو له هدايت څخه پرته کار وکړای شي.))

همداراز د بلخ امنيه قومانداني د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري د بلخ د پوليسو په استازيتوب د هر ډول چمتووالي غږ وکړ.

نوموړي زياته کړه: ((دا يونيفورم، د جنرالۍ رتبه او خپل ټول موقف او څوکۍ له خپل محبوب رهبر څخه ځاروم.))

هغه ګيله وکړه، دوی تمه لرله، جمهوري رياست به د بلخ د والي په توګه عطامحمد نور ته د کړو خدمتونو شاباسی ورکوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.