ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“شېرخان بندر کې دې له سوداګرو او موټر چلوونکو د نا قانونه پيسو اخيستو مخه ونيول شي”

“شېرخان بندر کې دې له سوداګرو او موټر چلوونکو د نا قانونه پيسو اخيستو مخه ونيول شي”

author avatar
21 Dec 2017 - 17:12
“شېرخان بندر کې دې له سوداګرو او موټر چلوونکو د نا قانونه پيسو اخيستو مخه ونيول شي”
author avatar
21 Dec 2017 - 17:12

کندوز (پژواک، ٣٠ ليندۍ ٩٦): د کندوز د شېر خان بندر د سوداګرو او موټر چلوونکو ټولنې چارواکي د ګمرګ د کار کوونکو او پوليسو له لوري د ناقانونه پيسو له اخيستو شکايت کوي او په دې برخه کې د اصلاحاتو غوښتونکي دي.

د کندوز په شېر خان بندر کې د سوداګرو ټولنې مشر سيد مجتبى هاشمي پژوک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې د ګمرک رياست امنيتي مسوولين او کار کوونکي له سوداګرو او موټر چلوونکو غير قانوني پيسې اخلي.

هاشمي زياته کړه چې د دغه ولايت د ګمرک مشرتابه کې له بدلونونو راتلو وړاندې د نا قانونه پيسو اخيستلو ستونزه جدي نه وه، خو اوس دغه ستونزه زياته شوې ده.

هغه زياته کړه: ((غواړو چې په دې اړه د ګمرک له رييس سره خبرې وکړو.))

له بلې خوا د لوړ تناژ موټرو چلوونکي د نا قانونه پيسو پر اخيستلو سخته نيوکه کوي او له حکومتي چارواکو غواړي چې په دې برخه کې اصلاحات راولي.

د ټېلر موټر چلوونکي عظيم الله پژواک ته وويل، کله چې له ګمرک نه ووځي، له دوى نه د ناقانونه پيسو اخيستل پيلېږي.

عظيم الله زياته کړه: ((د ګمرک له ماموره نيولې د امنیتي پوستو تر پولیسو پورې، ټول پيسې اخلي، په ګمرک دننه ٢٠٠ افغانۍ او د سړک د سر عسکر سل افغانۍ اخلي.))

د دغه مسير بل موټر چلوونکي ملک افغاني پژواک ته وويل: ((دغه بندر ته راغلي يو، بار لرو، له موږ نه په ګمرک او پوستو کې غير قانوني پيسې اخلي، دا ستونزه بايد حل شي.))

دغه موټر چلوونکي وايي چې که چېرې ستونزه حل نه شي، خپلو مدني حرکتونو ته به دوام ورکړي.

له بلې خوا په دې اړه د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحميد حيمدي پژواک ته وويل چې د موټر چلوونکو دا ستونزه په جديت سره څېړي، که چېرې د پوليسو کوم منسوب دغه کار کړى وي، جدي چلند به ورسره وشي.

خو د کندوز ګمرک سرپرست محجوب ايوب پژواک ته وويل چې د وزارت له لوري ورته ويل شوي چې له رسنيو سره به خبرې نه کوي.

د يادونې ده، غير قانوني پيسو اخيستلو موضوع د کندوز په ګډون د افغانستان په ټولو برخو کې شتون لري او تر اوسه پورې يې د مخنيوي لپاره د پام وکړ کار نه دى شوى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.