ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د بېوزلو لپاره د جامو ټولولو کمپاین پیل شو

کابل کې د بېوزلو لپاره د جامو ټولولو کمپاین پیل شو

author avatar
21 Dec 2017 - 14:02
کابل کې د بېوزلو لپاره د جامو ټولولو کمپاین پیل شو
author avatar
21 Dec 2017 - 14:02

کابل (پژواک، ۳۰ ليندۍ ۹۶): په کابل او باميانو ولايتونو کې د يو شمېر محصلينو له خوا بېوزلو کورنيو لپاره د ژمنيو جامو ټولولو په کمپاين کې يې زرګونه جوړې جامې او نور توک ټول کړي دي.

د  کابل د بېلابېلو خصوصي او دولتي پوهنتونونو ګڼو محصلينو د "ستاسو زړې جامې د بېوزلو لپاره نوې دي"  تر شعار لاندې د جامو راټولو دوه ورځنی کمپاين د ليندۍ په ٣٠مه پيل کړ او د ښار په شپاړسو بېلابېلو سيمو کې يې خېمې درولې دي.

يادو کسانو پر کابل ښاريانو غږ وکړ، څو له ياد کمپاين سره يو ځای او له بېوزلو کورنيو سره مرستې وکړي.

له يادو مرکزونو يوه يې چې د کابل ښار د درېيمې امنيتي حوزې اړوند د شېرشاه سوري جومات ته څېرمه دی، د دغه کمپاين په لومړۍ ورځ تر ۱۲ بجو پورې لسګونه جوړې جامې او بوټان راټول کړي وو.

د مرکز د رضاکارانو په استازيتوب مجيد امرخېل پژواک خبري اژانس ته وويل چې رضاکار محصلين د  سهار له اتو د شپې تر ۱۱ بجو پورې کور په کور، جومات په جومات او پوهنتون په پوهنتون ګرځي او د کابل ښاريان هڅوي څو له بېوزلو کورنيو سره مرستې وکړي.

هغه زياته کړه: "دا چې زموږ ګڼ شمېر هېوادوال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، دا مو خپله ديني دنده وبلله څو له شتمنو کورنيو يو څه ترلاسه کړو او بېوزلو ته یې ورکړو."

يادو کسانو بله خېمه په بهارستان په پارک کې لګولې، څو بېوزلو کورنيو ته جامې راټولې کړي.

د دغه مرکز يوې رضارکارې فېروزې روشن وويل: "دا يو خودجوشه حرکت دى، محصلينو خپلې مټې را بډوهلي څو خپلو بېوزلو هېوادوالو ته يو څه راټول کړو."

هغې زياته کړه، دا چې په کابل ښار کې ګڼې بېوزلې کورنۍ مېشتې دي او د دې وس نه لري چې خپلو ماشومانو ته تودې جامې وپېري، نو دا چې تر يوه بريده له بې وسه کورنيو سره مرسته شوې وي، دغه کمپاين مو پيل کړ.

دوی زياتوي، راټولې شوې جامې تر مينځولو او برابرولو وروسته به د بېوزلو کورنيو سروې وکړي او راټول شوي څېزونه به ورباندې ووېشي.

په ورته وخت، د باميانو په ولايت کې هم د "لینکن" روزنيز مرکز له لوري په د هغو کسانو لپاره چې په سمڅو کې اوسېږي، د جامو راټولو کمپاين پيل او تر دې دمه يې شاوخوا ۱۰۰۰ جوړې جامې راټولې کړې دي.

د ياد مرکز مشر عبدالحميد محمدي وويل چې د ياد کمپاين يوه اوونۍ مخکې پيل شوی او موخه يې د بېوزلو کورنيو لاسنيوی او له هغو سره مرسته کول دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.