فراه (پژواک، ٢ مرغومى ٩٦): د فراه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ په شيوان کلي کې د استوګنې پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله د يوې کورنۍ پنځو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د فراه د ولايتي شورا غړې شهلا ابوبکر پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون مازديګر رامنځته شوې ده.
هغې د جزئياتو له ورکړې پرته وويل چې په دې پېښه کې دوې مېرمنې وژل شوې او د کورنۍ درې نور غړي ټپيان دي.
د نوموړې په خبره، ټپيان د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د شيوان کلي اوسېدونکي سراج احمد د دوو کسانو د وژنې او درېيو د ټپي کېدو پخلى وکړ او زياته يې کړه چې د هاوان مرمۍ د ملي اردو د مرکز له لوري توغول شوې او د ټپيانو وضعيت د اندېښنې وړ دى.
د فراه امنيتي چارواکي په دې اړه مرکې ته حاضر نه شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن