فیروزکوه (پژواک، ٣ مرغومى ٩٦): نا پېژاندو کسانو د غور ولايت مرکز کې يوه خصوصي راډيو سوځولې ده.
په غور کې د سرحد خصوصي راډيو مسوول سيد معروف سيدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه ٨:٠٠ بجې هغه مهال رامنځته شوه چې دوى په راديو کې نه وو.
نوموړي زياته کړه چې د دې راډيو ودانۍ او ټول وسايل چې د راډيو دستګاه، مکسر، د غږ مايکونه او دوه لپ ټاپ کمپيوټر په کې وو، سوځول شوي دي.
د سرحد خصوصي راډيو مشر له دولته وغوښتل چې د دې پېښې عاملين ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
له بلې خوا يو عيني شاهد وايي چې لومړى يې د دې راډيو پر بام اور ولېده او وروسته د چاودنې غږ واورېدل شو.
د دغه عيني شاهد په خبره، له چاودنې وروسته يو موټرسايکل سپور د راډيو له څنګه په چټکۍ سره ښار ته لاړ چې له پرله پسې غږونو وروسته يې هم ځواب نه دى ورکړى.
له بلې خوا د افغانستان ژورنالېستانو د ملي ټولنې د ولايتي دفتر مشر عبدالقدير غفوري د ځايي خبريالانو او رسنيو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره دغه بريد يو جنايت او د داسې خلکو کار وباله چې هېڅ وخت يې د بيان پر ازادۍ باور نه درلود او غواړي چې د خلکو غږ غلى کړي.
د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو او ملي ټولنې چارواکي په غور کې د دې پېښې د غندلو تر څنګ له امنيتي ارګانونو وغوښتل چې د دغه کار عاملين پيدا او د قانون منګولو ته وسپاري.
خو د غور امنيې قوماندانۍ چارواکي په دې اړه څه نه وايي.
تر دې وړاندې هم د دې رسنۍ کارکوونکو د راډيو نږدې ساحو کې د شکمنو وسله والو کسانو پر تګ راتګ اندېښنه څرګنده کړې وه او د غور له امنيې قوماندانۍ يې د امنيت خوندي کولو غوښتنه کړې وه چې په تړاو يې د کورنيو چارو وزارت هم امنيتي چارواکو ته امر کړ و چې د یادې رسنۍ امنيت په ښه ډول خوندي کړي.
د ويلو ده چې سرحد خصوصي راډيو په ١٣٩٢ کال کې په فيروزکوه ښار کې فعاليت پيل کړ چې په کم وخت کې يې د خلکو تر منځ ځانګړى ځاى وموند.
تر اوسه پورې هېڅ کومې ډلې د دې پېښې مسووليت نه دى منلى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن