کابل(پژواک،۳مرغومی۹۶): د کورنيو چارو وزارت وايي چې په هېواد کې د پوليسو له ځواک او تجهيزاتو څخه د ناسمې کار اخيستنې بهير د اندېښنې وړ دی او يوازې په کابل کې ۴۰۰پوليس د کورنيو چارو وزارت له کنټروله بهر او ددولتي چارواکو په خدمت کې لګيا دي.
ويس احمد برمک چې نن د مشرانو جرګې له خوا ور بلل شوی و، دغه موضوع يې د کورنيو چارو وزارت له ځواک او تجهيزاتو څخه د ناسمې کار اخيستنې په اړه د جرګې د غړيو د پوښتنو په ځواب کې مطرح کړه.
د کورنيو چارو وزير وويل:" د کابل پوليسو په دې وروستيو کې يو بانډ نيولی چې د پوليسو له رينجر، کارت او وسلې څخه په کار اخيستنې سره يې سړي تښتونه، غلا او نور جنايي جرمونه ترسره کول."
د برمک په وينا، د پوليسو دوو غړيو هم په دې ډله کې غړيتوب درلود چې د کابل ښار په کارته نو سيمه کې يې جنايي جرمونه ترسره کول.
وزير په دې اړه د نورو جزيياتو له ورکولو پرته وويل:" همدا اوس په کابل کې ۴۰۰پوليس خدمتي دي او موږ نه پوهېږو چې هغوی څه کار کوي، که دوی د کابل د امنيې قوماندانۍ په واک کې ورکړل شي، د کابل ښار د امنيت پر ښه کېدو سربېره، وزارت کولی شي چې ددوی کړنې وڅاري."
نوموړي دغه راز وويل چې دغه وزارت د پوليسو له ۷۰۰ډېر ريجر موټر په واک کې نه لري او په تېرو څو کلونو په بېلا بېلو نومونو دولتي چارواکو ته ورکړل شوي دي.
د برمک په خبره، په دې وروستيو کې د افغانستان د بيا رغونې لپاره د امريکا ځانګړي سرمفتش (سيګار) له ده سره په وروستۍ ليدنه کې ويلي:" که له غير مسوولو کسانو څخه د پوليسو وسايط او تجهيزات را ټول نه شي، له ملي پوليسو سره د نړيوالو مرستې به بندې شي. "
د کورنيو چارو وزير وويل چې د حکومت مشرتابه ته يې د پوځي موټرو او وسايلو لېست استولی او د کورنيو چارو وزارت په دې اړه د حکومت د مشرتابه سپارښتنو ته په تمه دی.
برمک په دې ناسته کې د مشرانو جرګې غړو ته وويل چې ټاکل شوې ده د کورنيو چارو وزارت له خوا ډېر ژر يوه اعلاميه خپره شي چې له مخې يې د پوليسو هېڅ منسوب نه شي کولای چې له يوې سيمې څخه بلې سيمې ته د بدلېدو او د خپل بست د لوړېدو لپاره واسطه وکړي.
د کورنيو چارو وزير په دې اړه وويل:" که پوليسو ته امتياز او اعشاشه ونه رسېږي او يا کومه ستونزه ولري چې زموږ له خوا حل نه شي، منسوبين حق لري چې شکايت يا واسطه وکړي، له دې پرته د پوليسو هېڅ منسوب کس حق نه لري چې چارواکو ته تکليف ورکړي او واسطه وکړي. "
برمک په کورنيو چارو وزارت کې د اصلاحاتو پر اهميت په ټينګار سره وويل چې په نږدې راتلونکې کې به په کورنيو چارو وزارت کې د ګومارنې لپاره د پوليسو له منسوبينو څخه ازموينه واخيستل شي او کسان به د خپلو وړتياوو له مخې وګومارل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن