چاريکار (پژواک، ۳ مرغومی ۹۶): د پروان ولايت په مرکز چاريکار ښار کې د يوې مېرمنې په ځان وژنې سره، د روان کال په اوږدو کې په دغه ولايت کې د ورته پېښو شمېر څلورو ته ورسېد.
د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مديريت سرپرست فرهاد هاشمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې يادې ۲۴کلنې مېرمنې د کورني تاوتريخوالي له امله نن سهار په خپل کور کې ځان زندۍ کړی دی.
هغه وويل چې يادې مېرمن د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ د قلندرخېلو سيمې اوسېدونکې وه.
د نوموړي په وينا، ياده مېرمن يو زوی او يوه لور لري چې خاوند يې په پکتيا ولايت کې د ملي اردو د افسر په توګه دنده ترسره کوي.
هاشمي زياته کړه چې پوليسو د يادې مېرمنې خاوند په پېښه کې د لاس لرلو په تور نيولی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا په پروان کې د روان کال په اوږدو کې څلورمه مېرمن ده چې ځان وژنه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې نن سهار يوې ۲۰کلنې مېرمنې د بلخ ولايت په مزار شريف کې د يوې ودانۍ له څلورم پوړ څخه ځان غورځولی او مړه شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن