ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږ کال ننګرهار کې شل ډاکتران او د کورنيو غړي یې تښتول شوي

سږ کال ننګرهار کې شل ډاکتران او د کورنيو غړي یې تښتول شوي

author avatar
24 Dec 2017 - 15:50
سږ کال ننګرهار کې شل ډاکتران او د کورنيو غړي یې تښتول شوي
author avatar
24 Dec 2017 - 15:50

جلال اباد (پژواک، ۳ مرغومی ۹۶): د ننګرهار ولايت د ډاکترانو او خصوصي روغتونونو اتحاديې وايي چې د روان لمريز کال په اوږدو کې له جلال اباد ښار او شاوخوا سيمو تر شلو زيات ډاکتران او يا هم د هغوی د کورنۍ غړي تښتول شوي دي.

د دغو اتحاديو د معلوماتو له مخې، ياد ټول کسان د پيسو په مقابل کې خوشې شوي او دغه راز شپږ متخصص ډاکتران هم د ننګرهار ولایت پرېښودو ته اړ شوي دي.

تر ټولو دردوونکې يې لا دا ده چې د يو ډاکتر ورور تښتول شوی، تښتوونکو پيسې هم ترلاسه کړې، خو تښتول شوی کس يې وژلی دی.

له دغو اتحاديو سره د روان کال له پيله تر اوسه ۲۰ دغه ډول پېښې ثبت شوې چې يا ډاکتران او يا یې هم د کورنيو غړي تښتول شوي او شپږ ډاکتران د ننګرهار له ولایته وتلي دی.

دوی د ځینو کسانو لېست هم وړاندې کړى، خو د پيسو په اړه معلومات نشته چې څومره پيسې يې ورکړې دي.

د اتحاديې له لوري پژواک اژانس ته يو لېست سپارل شوی چې د تښتول شوو کسانو نوم، د تښتول کېدو ساحه او د بېرته راخوشې کېدو ډول يې په کې ذکر کړي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ډاکتر سيد نورعلي شاه د جلال اباد ښار له انګورباغ څخه تښتول شوی، له ملي امنيت نه غوښتنه شوې خو همکاري نه ده شوې، د پيسو په بدل کې بېرته خوشی شوی.

ډاکتر نظرګل عرب د بهسودو ولسوالۍ له ثمرخېلو تښتول شوی، د پيسو په مقابل کې خوشی شوی، دغه راز د عامې روغتيا د بررسۍ د امر ډاکتر سميع الله ورور له ښار څخه تښتول شوی د پيسو په مقابل کې خوشی شوی.

د ډاکتر محمد ايوب شينواري ورور له ښار څخه تښتول شوی، پيسې غوښتل شوې؛ ورکړل شوې نه دي او ورور يې وژل شوی.

د يو بل ډاکتر زوی چې نوم نه څرګندوي، تښتول شوی او پيسې ترې اخيستل شوې دي.

دغه راز په ننګرهار کې د همدغو نا امنيو او د ډاکترانو د سر نه خونديتوب له وجې شپږ متخصص ډاکتران ننګرهار پرېښودو ته اړ شوي چې ياده اتحاديې يې د دوو نومونه ډاکټر محمد ايوب شينواری او ډاکتر عبدالقدير فضلي په ګوته کوي.

د ننګرهار ولايت شخصي روغتونونو د اتحاديې مشر ډاکتر ايمل حسن زي پژواک خبري اژانس ته وويل، څو ځلې يې خپلې دغه ستونزې له امنيتي او ولايتي ادارو سره شریکې کړې دي، خو د حل په موخه يې کوم ګام نه دی پورته شوی.

دی وايي، هره ورځ د ښار يو ډاکتر ته ګواښ کېږي او پيسې ترې غوښتل کېږي، که پيسې ورنه کړي، يا يې کتنځی او کور پر بمونو الوځول کېږي او يا يې هم د کورنۍ غړی يا خپله ډاکتر تښتول کېږي.

دغه راز د ننګرهار ولايت د ډاکټرانو د اتحاديې مشر ډاکتر نوروز شينواري هم له پژواک سره په خبرو کې د ډاکترانو د امنيتي خونديتوب په اړه اندېښنه شريکه کړه.

هغه زياته يې کړه چې د جلال اباد ښار ډاکتران د دوی د امنيت په تړاو د ځانګړي امنيتي اقداماتو د ترسره کېدو غوښتنه کوي.

د ننګرهار ولايتي شورا غړی ډاکتر ناصر کامه وال هم تاييدوي چې د جلال اباد ښار ډاکتران له اوږدې مودې راهيسې له امنيتي ننګونو کړېږي او که يې امنيت خوندي نه شي، نو ښايي ډېر ډاکتران له دغه ښاره نورو ځایونو ته وکوچېږي.

دی وايي، راپورونه يې ترلاسه کړي چې له جلال اباد ښار څخه د امنيتي ننګوونو له امله شپږو متخصصو ډاکترانو بهرنيو هېوادونو ته پناه وړې ده.

خو د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وايي، دوی د ټولو خلکو د امنيت د تامين مسووليت لري او د ستونزو په حل کې د خلکو همکاري اړينه ګڼي.

هغه د پژواک اژانس د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((زما هيله دا ده چې ولس په دې برخه کې همکاري وکړي، موږ د فردي خونديتوب تر څنګ ډېر زيات پر دې کار کوو چې اجتماعي يا د ټول ولس خونديتوب په ښار کې رامنځته کړو او دا د قانون په رعايت سره کېږي.))

د ننګرهار والي د ډاکترانو د اتحايې ورکړل شوي لېست ته د شک په سترګه ګوري او وايي ورسره په دې برخه کې هېڅ معلومات نه دي شريک شوي، ښايي په دومره شمېر کې کسان نه وي تښتول شوي.

دا په داسې حال کې ده چې څو مياشتې وړاندې د جلال اباد ښار ډاکترانو د دوی د امنيت نه خونديتوب له امله کاربنديز کړی و، خو وروسته ورته امنيتي ځواکونو ډاډ ورکړ او دوی خپل کار بنديز پای ته ورساوه.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.