لښکرګاه (پژواک، ٣ مرغومى ٩٦): د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله اووه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د مارجې ولسوالۍ د تريخ ناور سيمې یوه اوسېدونکي کامران د مرغومي په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا نهه بجې په دې سيمه کې د ملکي وګړو پر ټونس موټر د ماين چاودنه وشوه.
هغه وايي چې په دې چاودنه اووه ملکي وګړي وژل شوي او مړي یې د سيمې د خلکو له خوا لېږدول شوي دي.
دغه راز د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند دويم څارن عبدالسلام افغان پژواک ته وويل چې پېښه په تريخ ناور کې رامنځته شوې او په موټر کې سپاره ټول کسان وژل شوي دي.
خو د هلمند د والي وياند عمر ځواک بيا وايي چې په ټونس کې لس کسان سپاره وو، خو د مړو او ټپیانو شمېر تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.
د يادونې ده، د مارجې ولسوالۍ د تريخ ناور سيمه اوسمهال د وسله والو طالبانو په کنټرول کې ده، خو تېره ورځ په دې سيمه کې د حکومت له لوري چاڼيز عمليات پيل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن