ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غور ولايت کې يوه خصوصي راډيو سوځول شوې ده

په غور ولايت کې يوه خصوصي راډيو سوځول شوې ده

author avatar
24 Dec 2017 - 11:33
په غور ولايت کې يوه خصوصي راډيو سوځول شوې ده
author avatar
24 Dec 2017 - 11:33

فیروزکوه (پژواک، ٣ مرغومى ٩٦): نا پېژاندو کسانو د غور ولايت مرکز کې يوه خصوصي راډيو سوځولې ده.

په غور کې د سرحد خصوصي راډيو مسوول سيد معروف سيدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه ٨:٠٠ بجې هغه مهال رامنځته شوه چې دوى په راديو کې نه وو.

نوموړي زياته کړه چې د دې راډيو ودانۍ  او ټول وسايل چې د راډيو دستګاه، مکسر، د غږ مايکونه او دوه لپ ټاپ کمپيوټر په کې وو، سوځول شوي دي.

د سرحد خصوصي راډيو مشر له دولته وغوښتل چې د دې پېښې عاملين ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

له بلې خوا يو عيني شاهد وايي چې لومړى يې د دې راډيو پر بام اور ولېده او وروسته د چاودنې غږ واورېدل شو.

د دغه عيني شاهد په خبره، له چاودنې وروسته يو موټرسايکل سپور د راډيو له څنګه په چټکۍ سره ښار ته لاړ چې له پرله پسې غږونو وروسته يې هم ځواب نه دى ورکړى.

له بلې خوا د افغانستان ژورنالېستانو د ملي ټولنې د ولايتي دفتر مشر عبدالقدير غفوري د ځايي خبريالانو او رسنيو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره دغه بريد يو جنايت او د داسې خلکو کار وباله چې هېڅ وخت يې د بيان پر ازادۍ باور نه درلود او غواړي چې د خلکو غږ غلى کړي.

د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو او ملي ټولنې چارواکي په غور کې د دې پېښې د غندلو تر څنګ له امنيتي ارګانونو وغوښتل چې د دغه کار عاملين پيدا او د قانون منګولو ته وسپاري.

خو د غور امنيې قوماندانۍ چارواکي په دې اړه څه نه وايي.

تر دې وړاندې هم د دې رسنۍ کارکوونکو د راډيو نږدې ساحو کې  د شکمنو وسله والو کسانو پر تګ راتګ اندېښنه څرګنده کړې وه او د غور له امنيې قوماندانۍ يې د امنيت خوندي کولو غوښتنه کړې وه چې په تړاو يې د کورنيو چارو وزارت هم امنيتي چارواکو ته امر کړ و چې د یادې رسنۍ امنيت په ښه ډول خوندي کړي.

د ويلو ده چې سرحد خصوصي راډيو په ١٣٩٢ کال کې په فيروزکوه ښار کې فعاليت پيل کړ چې په کم وخت کې يې د خلکو تر منځ ځانګړى ځاى وموند.

تر اوسه پورې هېڅ کومې ډلې د دې پېښې مسووليت نه دى منلى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.