ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نيمروز کې یو نانوای پنځه متره ډوډۍ پخوي

په نيمروز کې یو نانوای پنځه متره ډوډۍ پخوي

author avatar
24 Dec 2017 - 13:22
په نيمروز کې یو نانوای پنځه متره ډوډۍ پخوي
author avatar
24 Dec 2017 - 13:22

زرنج (پژواک، ٣ مرغومى ٩٦): په نيمروز ولايت کې يوه ډوډۍ پخوونکي په يوه بې مخينې نوښت کې پنځه نيم متره ډوډۍ پخه کړې ده.

په زرنج ښار کې د دغه نانوايي مشر عبدالمالک پژواک خبري اژانس ته وويل چې يو کال وړاندې ورسره فکر پيدا شو چې تر ټولو ستره ډوډۍ پخه کړي، لومړى يې دوه متره اوږده ډوډۍ پخه کړه، هره ورځ يې کوښښ کاوه چې تر دې هم اوږده شي، تر دې چې اوس کولى شي چې د پنځه نيم مترو په اوږدوالي ډوډۍ پخه کړي.

هغه وويل: ((هغه داش چې دا ډوډۍ په کې پخوم، پنځه نيم متره اوږدوالى لري، په راتلونکي کې کوښښ کوم چې له نورو لارو نه هم تر دې اوږدې ډوډۍ پخې کړم.))

نوموړي زياته کړه چې پخوا يې له ايراني او پاکستاني اوړو کار اخيسته، خو اوس له قزاقستاني اوړو چې ډېره ښه پخېږي، ښه خوند او چسپ  لري، کار اخلي.

ددغه نانوايي مسوول وويل: ((کله کله د نيمروز د غنمو له اوړو هم کار اخلم، خو له قزاقستاني اوړو سره  ګډ دي.))

د دې نانوايي يوه کارګر احمدشاه وويل چې د پنځه نيم متري ډوډۍ د خميرې وزن ١٥کيلوګرامه دى.

هغه وويل: ((دغه پنځه نيم متري ډوډۍ ټوټه ټوټه نه پلوري، بلکې  يو شمېر پېرونکي چې مېلمانه لري، يا سترې کورنۍ دي، دا ډوډۍ چې ٤٠٠ افغانۍ بيه لري، کاروي؛ ځکه چې ډېره جالبه ده او زيات مشتريان لري.))

د زرنج اوسېدونکي نذير وويل چې دا نانوايي ډېرې خوندورې او با کيفيته ډوډۍ پخوي او مشتريان يې زيات دي.

هغه زياته کړه: ((اوږده ډوډۍ د ټولو لپاره جالبه ده، ګڼ شمېر خلک د دې ډوډۍ د ليدلو لپاره دلته راځي.))

د نیمروز ولایتي شورا مشر حاجي مسعود حکيمي هم د عبدالمالک دغه نوښت وستايه او وويل: ((فکر نه کوم چې افغانستان يا بهرنيو هېوادونو کې دې کوم کس دا ډول ډوډۍ پخه کړې وي، دا سړى کافي وسايل نه لري، که نه ډېر خلاقيت به يې ښودلى و.))

د افغانستان وچه ډوډۍ ځانګړى شهرت لري چې افغاني خوان ته يې ښکلا ورکړې، خاصه، پېرکي، چپاتي او ازبکي يې له نورو مشهورو ډولونو دي، اوسمهال يوه ډوډۍ په لس افغانۍ پلورل کېږي خو د وربشو او جوارو  ډوډۍ چې ځينې نانوايۍ پخوي، متفاوتې بيې لري.

په تېر کې به ډوډۍ پخوونکو د ډوډۍ پخولو لپاره له لرګيو کار اخيسته، خو اوسهال ګڼ شمېر ډوډۍ پخوونکي له ګاز څخه کار اخلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.