کابل (پژواک، ٤ مرغومى ٩٦) : حزب اسلامي وايي چې حکومت ورسره د سولې د موافقې په عملي کولو کې ناغېړي کوي او د بنديانو په خوشې کولو کې له ځنډ څخه کار اخلي.
د حزب اسلامي د مطبوعاتي دفتر يو تن غړي فضل غني حقمل د مرغومي په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا څرګندونې د دغې ډلې مسوولينو پرون د څرخي پله زندان پر ٤٠٠ بنديانو د ژمنيو جامو د مرستو وېشلو پر مهال کړې دي.
هغه زياته کړه، په دې مراسمو کې يو شمېر حکومتي مسوولينو، د حزب اسلامي د بنديانو کمېسيون غړو او د څرخي پله زندان مشر عبدالتواب احمدزي ګډون کړى وو.
د حزب اسلامي د عدلي او قضايي کمېسيون مشر قاضي عبدالحی فقيري د خبرو پر مهال ډاډ ورکړ چې په نږدې راتلونکي کې به د حزب اسلامي يو شمېر بنديان له بند څخه ازاد او خپلو کورنيو ته وسپارل شي.
فقيري وويل، په حکومت کې دننه او له حکومت څخه بهر ځينې کړۍ د حزب اسلامي او دولت تر منځ د لاسليک شوې توافقنامې د عملي کېدو مخه نيسي او همدا لامل دی چې د بنديانو د خوشې کېدو پروسه له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوې ده.
د نوموړي په وينا، حکومت نه يواځې په لومړيو دوو مياشتو کې د حزب اسلامي ټول بنديان نه دي ازاد کړي، بلکې د يو شمېر نورو کسانو په نيولو او ځورولو يې هم لاس پورې کړی دی.
فقيري څرګنده کړه، چې د حزب اسلامي د غړو نيول کېدل ددې ښکارندويي کوي چې په حکومت کې ځينې کړۍ اوس هم خپلې ګټې د جګړې په دوام کې لټوي او نه غواړي چې سوله ټينګه شي.
د حزب اسلامي د کډوالو چارو د کمېسيون مشر حاجي عتيق الله صافي له خپلو بنديانو څخه د هر اړخيز ملاتړ څرګندولو تر څنګ، وويل چې راتلونکي ته هيله من دى .
د هغه په وينا، د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار به د دوی په راخلاصولو کې له هېڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړي.
د صافي په وينا، يادې ژمنۍ مرستې د ځينوکسانو په هلو ځلو د يو شمېر سوداګرو له خوا حزب اسلامي ته ورکول شوې وې، ترڅو يې پر زندانيانو ووېشي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن