د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

خليلي: ديني عالمان دې د سولې له بهيره ملاتړ او د سولې لپاره هڅې دې جهاد اعلان کړي

خليلي: ديني عالمان دې د سولې له بهيره ملاتړ او د سولې لپاره هڅې دې جهاد اعلان کړي

Dec 25, 2017 - 18:10

کابل( پژواک،۴مرغومی۹۶): د افغانستان د سولې عالي شورا، په هېواد کې د سولې د ټينګښت  لپاره د خوشبينۍ څرګندولو ترڅنګ، له طالبانو سره د سولې د رسمي خبرو اترو  د پيلېدو د حرکتونو خبر ورکړ او له ديني عالمانو يې وغوښتل چې له دغه بهير څخه ملاتړ وکړي.

د سولې د عالي شورا مشر محمد کريم خليلي دغه مطلب نن په کابل کې "د سولې په اړه د ديني عالمانو ملي مشورتي ناستي" په لومړۍ ورځ په ډاګه کړ.

په دغه ناسته کې د هېواد له ۳۴ولايتونو څخه کابو ۵۰۰ديني عالمانو ګډون کړی دی.

خليلي وويل چې د مخالفينو ملي ليد ته دې درناوی وشي او حکومت د سولې له پروګرامونو څخه ملاتړ کوي.

هغه د سولې د هڅو د پايلو په اړه د خوشبينۍ څرګندولو ترڅنګ وويل، هغه حرکتونه به ښې پايلې ولري چې د سولې لپاره پیل شوي دي.

هغه وويل چې د سولې عالي شورا له وسله والو طالبانو سره د رسمي خبرو اترو د پېلولو لپاره ځينې حرکتونه پيل کړي او په دې اړه به په راتلونکې کې خلکو ته معلومات وړاندې کړي.

د سولې د عالي شورا مشر وويل: "په هېواد کې د سولې رامنځ ته کول زموږ دنده ده، څو چې موږ خپله اقدام ونه کړو بل څوک زموږ لپاره سوله نه شي راوستلای."

نوموړي ددواړو لوريو له ديني عالمانو( دولت او وسله والو طالبانو) څخه وغوښتل چې د سولې   بهير څخه دې ملاتړ وکړي او د سولې لپاره هڅې دې جهاد اعلان کړي.

دغه راز خليلي په دغه ناسته کې له برخه والو عالمانو څخه وغوښتل چې په هېواد کې د تلپاتې سولې د تامين لپاره دې لازمې سلا مشورې وړاندې کړي، ځکه ددوی مشورې په هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره ښه ستراتيژي کېدای شي.

د سولې د عالي شورا د دارالانشا رييس او په سياسي چارو کې د ولسمشر سلاکار، محمد اکرم خپلواک په دغه ناسته کې د عالمانو پراخ ګډون په هېواد کې د سولې د تامين لپاره د خلکو په ځانګړې توګه عالمانو د علاقمندۍ ښکارندوی وباله.

نوموړي وويل چې د سولې ستراتيژي به د ديني عالمانو د سلا مشورو پر بنسټ برابره شي.

هغه هم د جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې افغان حکومت په هېواد کې د جګړې ختمولو لپاره قوي سياسي حرکتونه پيل کړي دي.

هغه په افغانستان جګړه يوه تپل شوې جګړه وبلله او ويې ويل چې وسله وال طالبان د جګړې يوه برخه دي، خو داخلي مافيا، بهرني ترهګر او نور هغه عوامل دي چې په هېواد کې د جګړې ددوام لامل شوي دي.

د خپلواک په خبره، د سولې د خبرو اترو لپاره شرط نشته او بايد د سولې خبرې بين الافغاني ووسي.

نوموړي وويل چې افغان حکومت د باعزته سولې پلوی او هرډول موافقې ته چمتو دی، ده زياته کړه، وسله وال طالبان چې هره غوښتنه لري له افغان حکومت سره دې د خبرو اترو له لارې نېغ په نېغه مطرح کړي.

د افغانستان د عالمانو د سرتاسري شورا رييس مولوي قيام الدين کشاف هم په نننۍ غونډه کې وويل چې د افغانستان جګړه يوه تپل شوې جګړه ده او بايد د سولې حرکتونه بين الافغاني و وسي.

هغه له ديني عالمانو څخه وغوښتل چې په دغو حرکتونو کې دې برخه واخلي او ددې حرکتونو د ناکامېدو اجازه دې نه ورکوي.

د طالبانو د حکومت پرمهال په پاکستان کې د افغانستان سفير او يوه ديني عالم ملا عبدالسلام ضعيف هم په دې غونډه کې په خپلو خبرو کې د افغانستان جګړه يوه تپلې جګړه وبلله او ويې ويل چې جګړه بايد په هره شونې بڼه بنده شي.

د هغه په وينا، په افغانستان کې د بهرنيانو شتون د جګړې ددوام لامل شوی او بايد په دې برخه کې جدي پاملرنه وشي او ګډونوال ديني عالمان دې په دې اړه لازمې سلا مشورې ورکړي.

هغه وويل چې د سولې حرکتونه بايد په بې طرفه توګه پرمخ بوتلل شي.

ضعيف زياته کړه چې ددولت ځينې مخالفې وسله والې ډلې پردې باور دي چې د سولې عالي شورا بې طرفه نه ده، ځکه دغه شورا د حکومت له خوا جوړه شوې او په همدې دليل پر نوموړې شورا باور نه لري.

د هغه په باور، د سولې حرکتونو د پرمخ بېولو لپاره د يوې بې پرې شورا رامنځ ته کېدل، د طالبانو لپاره د سياسي دفتر جوړېدل او د طالب بنديانو د خوشې کېدو لپاره د حرکتونو پيلېدل د سولې د حرکتونو له بريالي کېدو سره مرسته کولی شي.

څه وخت مخکې هم د حکومت ځينو چارواکو ويلي و چې که طالبان له حکومت سره د سولې خبرو اترو ته چمتو شي، د هېواد په پلازمېنه کې ددغې ډلې لپاره ددفتر پرانيستلو لپاره خنډ نشته.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement