ميمنه(پژواک، ٤ مرغومى ٩٦): د فارياب ولايت د کوهستان ولسوالۍ ځايي چارواکي وايي چې په دې ولسوالۍ کې يوې ځوانۍ ښځې ځان له غره را غورځولى او مړه شوې ده.
د فارياب د کوهستان ولسوال عبدالرحمن پناه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ٢٥کلنه ښځه حميرا نومېده او پرون يې په حوض ماران سيمه کې ځان له غره را غورځولى دى.
هغه زياته کړه چې يادې شوې ښځې رواني ستونزه درلوده او تر څنګ يې د خپل خاوند او کورنيو د غړو له تاوتريخوالي تنګه شوې وه او غره ته له ختلو وروسته يې ځان را غورځولى دى
نوموړي زياته کړه چې دغه ښځې څلور اولادونه هم لرل او د قضيې په تړاو تر اوسه پورې څوک نه دي نيول شوي.
ځايي اوسېدونکي عبدالرسول وويل چې دغه غر څه باندې ٣٠٠ متره لوړ والى لري چې د ښځې مړى په بشپړ ډول پاشل شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن