کابل( پژواک،۴مرغومی۹۶): د افغانستان د سولې عالي شورا، په هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره د خوشبينۍ څرګندولو ترڅنګ، له طالبانو سره د سولې د رسمي خبرو اترو د پيلېدو د حرکتونو خبر ورکړ او له ديني عالمانو يې وغوښتل چې له دغه بهير څخه ملاتړ وکړي.
د سولې د عالي شورا مشر محمد کريم خليلي دغه مطلب نن په کابل کې "د سولې په اړه د ديني عالمانو ملي مشورتي ناستي" په لومړۍ ورځ په ډاګه کړ.
په دغه ناسته کې د هېواد له ۳۴ولايتونو څخه کابو ۵۰۰ديني عالمانو ګډون کړی دی.
خليلي وويل چې د مخالفينو ملي ليد ته دې درناوی وشي او حکومت د سولې له پروګرامونو څخه ملاتړ کوي.
هغه د سولې د هڅو د پايلو په اړه د خوشبينۍ څرګندولو ترڅنګ وويل، هغه حرکتونه به ښې پايلې ولري چې د سولې لپاره پیل شوي دي.
هغه وويل چې د سولې عالي شورا له وسله والو طالبانو سره د رسمي خبرو اترو د پېلولو لپاره ځينې حرکتونه پيل کړي او په دې اړه به په راتلونکې کې خلکو ته معلومات وړاندې کړي.
د سولې د عالي شورا مشر وويل: "په هېواد کې د سولې رامنځ ته کول زموږ دنده ده، څو چې موږ خپله اقدام ونه کړو بل څوک زموږ لپاره سوله نه شي راوستلای."
نوموړي ددواړو لوريو له ديني عالمانو( دولت او وسله والو طالبانو) څخه وغوښتل چې د سولې بهير څخه دې ملاتړ وکړي او د سولې لپاره هڅې دې جهاد اعلان کړي.
دغه راز خليلي په دغه ناسته کې له برخه والو عالمانو څخه وغوښتل چې په هېواد کې د تلپاتې سولې د تامين لپاره دې لازمې سلا مشورې وړاندې کړي، ځکه ددوی مشورې په هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره ښه ستراتيژي کېدای شي.
د سولې د عالي شورا د دارالانشا رييس او په سياسي چارو کې د ولسمشر سلاکار، محمد اکرم خپلواک په دغه ناسته کې د عالمانو پراخ ګډون په هېواد کې د سولې د تامين لپاره د خلکو په ځانګړې توګه عالمانو د علاقمندۍ ښکارندوی وباله.
نوموړي وويل چې د سولې ستراتيژي به د ديني عالمانو د سلا مشورو پر بنسټ برابره شي.
هغه هم د جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې افغان حکومت په هېواد کې د جګړې ختمولو لپاره قوي سياسي حرکتونه پيل کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن