مزار شريف (پژواک، ٥ مرغومى ٩٦): د بلخ ولايت امنيه قوماندان وايي چې ډېر واليان، وزيران او ولسمشران ولاړل، هېڅ خبره رامنځته نه شوه، اوس دې هم څوک د بلخ په اړه اندېښنه نه کوي.
مل پاسوال سيد کمال سادات دا څرګندونې د مرغومي په ٥مه په مزارشريف ښار کې د خلکو د ستونزو د هواري په اړه جوړې شوې غونډې ته کړې دي.
څو ورځې مخکې د ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان وکړ چې د بلخ د والي عطاءمحمد نور استعفا يې منظوره کړې او د هغه پر ځاى يې د جمعيت ګوند بل غړى انجنير داوود د بلخ د نوي والي په توګه ټاکلى دى.
خو عطاءمحمد نور د ارګ دغه پرېکړه رد کړې او وړمه ورځ يې په تونده لهجه اجرائيه رياست او ارګ د دسيسو پر جوړولو تورن کړ او ويې ويل چې ولايت نه پرېږدي.
د بلخ امنيه قوماندان سيد کمال سادات وايي چې ډېر واليان، وزيران او ولسمشران بدل شول، خو هېڅ خبره نه ده رامنځته شوې.
نوموړي هيله څرګنده کړه چې د بلخ ولايت ستونزه به په سوله ييزه توګه هواره شي.
خو سادات وايي، که چېرې وضعيت کړکېچن شي، نو دوى به د مرکزي حکومت، کورنيو چارو او د ملي دفاع وزارتونو د امر تابع وي.
د ارګ تر اعلان وروسته د بلخ د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر عبدالرزاق قادري او د عامه نظم قوماندان له عطاءمحمد نور څخه د ملاتړ اعلان کړى و.
په دې اړه د بلخ امنيه قوماندان وويل چې هغوى احساساتي برخورد کړى او تېروتلي دي، دا يې شخصي نظر دى او د کورنيو چارو وزارت يې څرګندونې څاري.
د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک په څرګندو ټکو ويلي وو چې پوليس سياسي دريځ نه شي خپلولى او دوى له سياست سره سروکار نه لري.
د جمعيت ګوند مرستيال وياند او د بلخ د پخواني والي عطاءمحمد نور نږدې ملګرى ذبيح الله فطرت وايي چې د دوى په پروګرامونو کې له زور څخه کار اخيستل نشته.
هغه پژواک اژانس ته وويل: ((موږ د مدني حرکتونو خبره کړې، که چېرې ارګ زموږ غوښتنو ته مثبت ځواب را نه کړي؛ نو په ټول افغانستان کې به دا حرکتونه پيل کړو او له دې لارې به له خپلو حقوقو دفاع کوو.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن