ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات محبس بنديانو اعتصاب کړی

د هرات محبس بنديانو اعتصاب کړی

author avatar
26 Dec 2017 - 19:41
د هرات محبس بنديانو اعتصاب کړی
author avatar
26 Dec 2017 - 19:41

هرات (پژواک،۵مرغومی۹۶): د هرات په مرکزي محبس کې لسګونو هغو افغان بنديانو چې له ايران څخه افغانستان ته لېږدول شوي، د هغه څه په اعترا ض کې اعتصاب کړی چې دوی يې د خپلو دوسيو نه څېړل ګڼي.

يوه بندي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک خبري اژانس ته وويل:" له يوې اونۍ را په دې خوا مې اعتصاب کړی او کابو ۱۱۰ نورو کسانو هم په ورته کار لاس پورې کړی، خو تر اوسه مو چا غږ نه دی اورېدلی."

هغه زياته کړه، په ايران کې يې ۱۲کاله بند تېر کړی او له هغه ځايه افغانستان ته لېږدول شوی دی.

يو بل بندي هم وويل: "موږ هر يوه په ايران کې د کرېستالو د قاچاق په جرم له ۱۲تر ۱۵کالو پورې بند تېر کړی، موږ يې دلته راوړي يو، يو کال مو په بند کې وشو، خو چا له موږ څخه پوښتنه ونه کړه، عدلي او قضايي ارګانونو زموږ دوسيو ته رسيدګي نه ده کړې."

دغه بنديان وايي، له ايران سره د افغان حکومت د موافقې له مخې په تېر يو کال کې افغان بنديان د هرات محبس ته لېږدول شوي دي.

د هرات محبس او څارنوالۍ چارواکي په دې اړه نظر نه دی ورکړی، خو د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد پژواک ته وويل چې د يوشمېر بنديانو اعتصاب تاييدوي.

خو هغه وويل چې د يادې موضوع د څېړنې لپاره يو پلاوی ګومارل شوی دی، څو د اعتصاب کوونکو غوښتنې د مرکزي دولت له چارواکو سره شريکې کړي.

دغه اعتصاب په داسې حال کې رامنځ ته کېږي چې څه وخت مخکې د بنديانو يوشمېر کورنيو د هرات ولايت د ودانۍ مخې ته اعتراض وکړ او ادعا يې کوله چې دغه کسان په ايران کې بنديان وو او افغان دولت بايد هغه خوشي کړي، څو خپل عادي ژوند ته مخه کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.