د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د هند له خوا د مرسته شوو غنمو ۴۲۰۰ ټنه کندهار ته را ورسېدل

د هند له خوا د مرسته شوو غنمو ۴۲۰۰ ټنه کندهار ته را ورسېدل

Dec 26, 2017 - 09:36

کندهار (پژواک، ٥ مرغومى ٩٦): له افغانستان سره د هند هېواد د مرسته شوو غنمو ۴۲۰۰ ټنه یې د چابهار بندر له لارې کندهار ته را ورسېدل.

د کندهار ولايت مقام له خوا پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا په داسې حال کې چې په دغه ولايت کې د هند سرکونسل مدان سینګ بنډري او د کندهار ولايتي شورا رييس هم ورسره ملګري وو، د مرسته شوو غنمو له ذخیره کولو لیدنه وکړه.

د کندهار والي له افغانستان سره د هند هېواد مرستې ګټورې وبللې او د ياد هېواد له مرستو او همکاريو يې مننه وکړه.

ویسا په تحصيلي برخه کې هم د هندوستان هېواد مرستې وستایلې او د هند هېواد له سرکونسل څخه يې د ځوانانو لپاره د لا زياتو تحصيلي بورسونو غوښتنه وکړه.

د کندهار والي په خپلو خبرو کي چابهار بندر هم د افغانستان د اقتصاد په پرمختګ کې ډېر ارزښتناک وباله او زياته يې کړه چې د ياد بندر د دوو نورو پازونو په پرانيستلو سره به د افغانستان اقتصادي اړيکې د نړۍ له نورو هېوادونو سره لا هم پراخې او اقتصاد به ورسره زيات پرمختګ وکړي.

په کندهار کې د هند سرکونسل مدان سینګ بنډري بیا په خپلو خبرو له افغانستان سره د هند د نورو مرستو ډاډ څرګند کړ او وې ويل چې هېواد به يې تل د افغانستان تر څنګ ولاړ وي.

بنډري همدارنګه زیاته کړه چې هېواد يې د يوه ارام، سوله یيز او پرمختللي افغانستان غوښتونکی دی.

ولايت مقام وايي چې پاتې اندازه غنم به هم ډېر ژر د چابهار بندر له لارې کندهار ته را ورسېږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement