د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ډبرو سکرو کان کې چاودنې ٩ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د ډبرو سکرو کان کې چاودنې ٩ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

Dec 26, 2017 - 19:37

ایبک(پژواک،۵مرغومی۹۶): د سمنګان چارواکي وايي، د "دره صوف بالا" ولسوالۍ د ډبرو سکرو د استخراج په يوه صوف کې د چاودنې له امله ۱۰کارګر مړه، ټپيان او لا درکه دي.

د سمنګانو د دره صوف بالا ولسوال احمدعلي حسني، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د استخراج دغه صوف د ولسوالۍ د "سلمان معدن دهانه تور" په سيمه کې پروت دی، چې نن غرمه ۱۲بجې په سمڅه کې د ميتان ګاز د چاودنې له امله په کې څلور کارګر مړه، پنځه ټپيان او يو لادرکه دی.

هغه زياته کړه چې د دې سمڅې د ډبرو سکاره په خپلسر او غير قانوني توګه ايستل کېږي.

خو هغه وويل چې د يادې شوې موضوع د څېړنې لپاره يو پلاوی ټاکل شوی، څو د پېښې لامل معلوم کړي.

کابو ۲۰ورځې پخوا هم د دغې ولسوالۍ د "چنګ آب معدن تور " په سيمه کې د يوې سمڅې د پرېوتو له امله ۴کارګرو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement