ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“هېواد کې د بې روزګارۍ زياتوالى او د پانګونې کموالى د اندېښنې وړ دي”

“هېواد کې د بې روزګارۍ زياتوالى او د پانګونې کموالى د اندېښنې وړ دي”

author avatar
26 Dec 2017 - 17:50
“هېواد کې د بې روزګارۍ زياتوالى او د پانګونې کموالى د اندېښنې وړ دي”
author avatar
26 Dec 2017 - 17:50

کابل (پژواک، ٥ مرغومى ٩٦): د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې، په هېواد کې د پانګونې کچې پر کموالي او د بې روزګارۍ زياتوالي اندېښنه څرګنده کړې او له حکومته يې د دغو ګواښونو د له منځه وړلو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د سواګرۍ او صنايعو خونې لومړي مرستيال خانجان الکوزي نن په کابل کې د " غوره کار هېوادنى پروګرام" تر نامه لاندې د يوې ورځنۍ ناستې د پرانېستې په مراسمو کې وويل چې په ١٣٩٣ لمريز کال کې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو له وتلو راهيسې بې روزګاري يوه ستره ستونزه ده.

نوموړي په هېواد کې د پانګونې کچې ټيټوالى د بې روزګارۍ لامل وباله او ويې ويل، له ١٣٩٣ لمريز کال راهيسې په کوچينو پانګونو کې ٧٠ سلنه، په منځنيو پانګونو کې ٥٠ سلنه او په سترو پانګونو کې ٢٥ سلنه کموالى راغلى دى.

نوموړي، بېلابېل لاملونه لکه امنيتي ستونزې، لوړه ماليه او نور هغه څه وبلل چې له امله يې د پانګونې کچه راټيټه شوې ده.

د هغه په وينا، خصوصي سکتور شاوخوا ١٦ کاله وړاندې له خپلو عوايدو نيم سلنه ماليه ورکوله، خو دغه ماليه اوسمهال شپږ سلنې ته لوړه شوې او لا هم په هغو ورته وارداتي توکو چې په افغانستان کې توليديږي؛ تعرفه نه ده لوړه شوې.

الکوزي زياته کړه، پر دې سربېره حکومت د پانګوالو د فردي امنيت ټينګښت او د نورو اسانتياوو لکه د پور او ځمکې ورکړې او برېښنا په برخو کې هم اړين ګامونه نه دي پورته کړي.

نوموړي څرګنده کړه چې اوسمهال افغانانو په نورو هېوادونو کې ميليونونه ډالره پانګونه کړې، خو که چېرې دوى ته اسانتياوې رامنځته شي نو افغانستان ته د خپلې پانګونې رالېږدولو ته چمتو دي.

د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزير فيض الله ذکي هم په دغه ناسته کې د وينا پر مهال په هېواد کې د پانګونې کچې ټيټوالى او د بې روزګارۍ زياتوالى د اندېښنې وړ وباله.

هغه وويل، د نړيوال بانک د شمېرو پر بنسټ، اوسمهال په هېواد کې ١،٩ ميليون کسان بې روزګاره دي؛ په داسې حال کې چې هر کال په کاري شرايطو برابر ٤٠٠ زره نوي ځوانان ټولنې ته وړاندې کېږي.

نوموړي زياته کړه چې د افغان دولت او خصوصي سکتور ګډ کار د يادې ستونزې د حل يوازېنۍ حل لاره ده، بايد د يادې ستونزې د حل په موخه څرګنده پلان چمتو شي.

نوموړي دغه ناسته د بې روزګارۍ د حل او د حکومت او خصوصي سکتور د همغږۍ رامنځته کولو په برخه کې مهمه وبلله.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر عتيق الله نصرت وويل چې د نن ورځې ناسته د دغو ستونزو د حل په موخه د وړانديزونو او د طرحې چمتو کولو لپاره ترسره شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.