ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان- هند تر منځ د سوداګرۍ دویم هوایي دهلېز پرانیستل شو

د افغانستان- هند تر منځ د سوداګرۍ دویم هوایي دهلېز پرانیستل شو

author avatar
27 Dec 2017 - 15:27
د افغانستان- هند تر منځ د سوداګرۍ دویم هوایي دهلېز پرانیستل شو
author avatar
27 Dec 2017 - 15:27

کابل (پژواک، ۶ مرغومى ٩٦): د ولسمشر دويم مرستيال د افغانستان- هند تر منځ د سوداګرۍ دويم هوايي دهلېز د پرانيستې پر مهال پر ګاونډيو هېوادونو غږ وکړ چې په خپلو سياسي پاليسو کې اقتصادي همکاريو ته پام وکړي.

د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش نن د حامد کرزي په نړيوال هوايي ډګر کې د کابل- ممبيي تر منځ د سوداګرۍ دويم هوايي دهلېز پرانيست او ورسره د کام اير هوايي شرکت د الوتکې له لارې څلوېښت ټنه تازه او وچه مېوه د هند ممبيي ښار ته ولېږدول شوه.

له دې مخکې د غبرګولي په ۲۹مه ولسمشر محمد اشرف د افغانستان- هند د سوداګرۍ لومړنی هوايي دهلېز پرانيست چې تر اوسه یې د ۵۶ الوتنو په وسیله کابو ۱۶۴۰ ټنه تازه او وچه مېوه، طبي بوټي او غالۍ هند ته لېږدول شوي دي.

دانش وويل، افغانستان د سيمې له هېوادونو سره د سيمه ييزو همکاريو پر پراختيا ټينګار کوي او په دې برخه کې روښانه تګلارې لري.

هغه وايي: "موږ له خپلو ګاونډيو هېوادونو غواړو او دا انتظار لرو چې په خپلو سياسي پاليسو کې اقتصادي همکاريو ته هم توجه وکړي."

ده زياته کړه، تر راتلونکو څلورو مياشتو پورې به د افغانستان د اقتصادي سوداګرۍ په برخه کې ټول تقنيني اسناد تعديل او اصلاحات به په کې راوستل شي او اړينې اسانتياوې به رامنځته شي.

د ولسمشر دويم مرستيال چابهار بندر يوه بله لاسته راوړنه وبلله او زياته يې کړه چې افغانستان د دغه بندر له لارې کولای شي خپل توليدات او صادرات د اوبو له لارې د سيمې او نړۍ هېوادونو ته ورسوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.