ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لښکرګاه ځانمرګي بريد کې ١٤ سرتېري او يو ملکي وګړى ټپيان شوي

د لښکرګاه ځانمرګي بريد کې ١٤ سرتېري او يو ملکي وګړى ټپيان شوي

author avatar
27 Dec 2017 - 15:08
د لښکرګاه ځانمرګي بريد کې ١٤ سرتېري او يو ملکي وګړى ټپيان شوي
author avatar
27 Dec 2017 - 15:08

لومړى تعقيب - لښکرګاه (پژواک، ٦ مرغومى ٩٦): د هلمند ځايي چارواکي وايي چې د لښکرګاه په ځانمرګي بريد کې د ملي اردو د ١٤ سرتېرو په ګډون ١٥ تنه ټپيان شوي دي.

عيني شاهدان وايي چې د موټر په وسيله دا ځانمرګى بريد نن (د مرغومي ٦مه) له غرمې وروسته شاوخوا دوه نيمې بجې د لښکرګاه ښار اړوند بُست کلا  او هوايي ډګر پر لاره د پوليسو د ٥٠٥ زون قوماندانۍ مخې شوى دى.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې بريد کې ١٤ سرتېري او يو ملکي وګړى ټپيان شوي او درې هاموې موټر زيانمن دي.

د روغتون سرچينې وايي چې دوى ته يو ملکي ټپي راوړل شوى، نور ټپيان د ملي اردو روغتون ته لېږدول شوي دي.

د دې بريد مسووليت طالبانو په غاړه اخيستى دى. د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي ويلي، دغه بريد د دوى يو تن د موټر په وسيله کړى چې ګڼ شمېر عسکرو ته يې په کې مرګ ژوبله اړولې ده.

څو ورځې مخکې هم په دې ولايت کې د موټربم بريد کې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.